الماني پوځ په افغانستان کي خپل جنګي هلیکوپترونه تر لاسه کړل
۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعهاعلان
په افغانستان کي د آلماني پوځ تر نظامي ماموریت یوولسه کاله وروسته، دوی په دغه هیواد کې د لومړي ځل له پاره خپل جنگي هلیکوپترونه تر لاسه کړل. د ټایګر ډوله، دوه هلیکوپترونه د جمعې په سهار په مزارشریف کي د آلماني پوځ قرارګاه ته ورسیدل. دغه الوتکې د یوې لویي ترانسپورتي طیارې –انتونوف پواسطه د المان د لایپزیک - هاله، هوايی مډگر څخه ورانتقال سوې.
په پام کې ده چې په راتلونکی اونۍ کي به هم د ټایګر دوې نوري الوتکې په افغانستان کي میشت آلماني پوځ ته ورسیږي. په پسرلي کی بیا د زخمیانو د انتقالولو، NH ۹۰ ډوله، د طبي خدماتو د څلور ځانگړو طیارو استول هم پلان سوي دي. په راتلونکو دوو کلونو کي به په افغانستان کي د ناټو جنګي ماموریت هم پای ته ورسیږي.