افغانستان ته لس مليارده ډالره مرستي ندي رسېدلي
۱۳۸۷ فروردین ۶, سهشنبهاعلان
د 2001 ميلادي کال د پای راهيسي چي په افغانستان کي د طالبانو رژيم نسکوره سوی نړيوالو ټولونو د افغانستان سره يو لړ مادي ژمني کړي، چي دوی به ددغه جګړه ځپلي هيواد په بيا رغونه کي مرسته کوي. دوی به د زيربينايي پروژو په جوړولو کي مرستي کوي او دې هدف ته د رسېدو د پاره به نړيواله ټولنه د افغانستان پوليس او ملي اردو روزي تر څو چي افغانستان وسي کولای په راتلونکي کي پر خپلو پښو و درېږي.
تر اوسه د توکيو، برلين او لندن په غونډو کي د افغانستان سره د مالي مرستو بيلابيلي ژمني سوي، چي په مجموعي ډول بايد د افغانستان سره د 25 ملياردو ډالرو په اندازه مرستي سوي وای. خو لکه څنګه چي د اکبر په نامه د 94 مرستندويو ټولنو د انسجام ادارې پخپل يوه خپور سوي راپور کي ويلي چي نړيوالو د افغانستان سره خپلي مالي ژمني نه دي تر سره کړي او تر اوسه د 25 ملياردو ډالرو له جملې څخه يوازي 15 مليارده ډالره افغانستان ته ورکړل سوي دي. اکبر مؤسسې په خپل راپورکي دې ته ګوته نيولې چي د امنيت نشتوالی او د جرمونو ډيروالی دوه هغه لاملونه دي چي د افغانستان راتلونکي يې د خطر سره مخ کړې.