افغانستان او پاکستان پر لويديز نيوکي کړي دي
۱۳۸۷ بهمن ۲, چهارشنبهپاکستاني مشرتابه پرون سه شنبه، د افغانستان له خاورې څخه پر قبايلي سيمو باندې، د امريکا تر قومانده لاندې د موجودو بهرنيو ځواکونو لخوا د توغوندو د گذار په هکله گواښ وکړ. د افغانستان مشر حامد کرزي هم په افغانستان کې د ناتو تر قومانده لاندې بهرني ځواکونه، له ترهگرۍ سره د جگړې په لړ کې د ملکي کسانو په وژنه تورن کړل.
له لانجمنو سيمو څخه د امريکې د قوماندان جنرال داويد پطروس د کتنې په موقع، اسلام آباد وښودله، چې د هغه ځای حکومت پر سرحدي سيمو باندې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو له حملو او الوتنو څخه په غصه او اندېښنه کې دئ او دا کار د پاکستان د پاره ضررناک بولي. د پاکستان حکومت له دې سره هيله مندي هم ښکاره کړې، چې د اوباما په راتگ سره به د دې ډول حملو منفي اړخ ته پاملرنه زياته شي.
پطروس، څوک چې د اوباما غوندې په هندوکش کې د اسلامي طالبانو سره د سختې جگړې پلوی دئ، د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له اولسمشر آصف علي زرداري، د پوځ قوماندان اشفق کياني او لومړي وزير يوسف رضا گيلاني سره کتلي دي. دواړو اړخو دا هوډ سره وکړ، چې د ترهگري پرضد به گډکار سره کوي.
د افغانستان مشر حامد کرزي کابل کې د اولسي جرگې په وړاندې خپله يوه وينا کې په ډاگه کړه، د ده حکومت دا نه شي زغملی، چې د ترهگرۍ سره د مبارزې په ترځ کې ملکي کسان وژل کيږي. ده له غربي ټلوالي څخه وغوښتل پر خپله نظامي ستراتيژي باندې غور وکوي. د ترهگرۍ سره په مبارزه کې زياته اغېزمنتوب وغوښت. د ناتو د څرگندونو له مخې، تېر کال بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې له ٢٠٠ تنه څخه زيات ملکي کسان وژلي دي. ملگري ملتونه بيا په 2008 ميلادي کال کې ملکي کسانو و وژنې کچه له 2000 تنو څخه زياته بولي. خو قريب نيمايي له دې نه د اسلامي جنگيالو لخوا.
افغان مشر پر خپلو ملگرو باندې دا نيوکه هم وکوله، چې د ده په ملک کې د نشه يي توکو د مخنيوي د پاره هم ډېر کم کار کيږي. د ده له قوله چېرته چې بهرني ځواکونه پراته دي، هلته د کوکنارو کښت تر بل هرځای نه ډېر دئ.
د ناتو عمومي منشي جيپ دې هوپ شفر د اونۍ په پای کې له واشنگټن پست سره خپله مرکه کې، د افغانستان پر حکومت باندې سخت انتقاد کړی دئ، او ويلي يې دي، چې حکومت په هم اندازه له بنسټ پاله طالبان، د افغانستان د حالاتو په خرابتيا کې مسئول دئ. شفر د افغانستان مشرتابه ناوړه او د اداري فساد سره يې مبارزه نيمگړې وبلله.
فرانسپرس دا خبر هم په خپله تبصره کې راوړی، چې د افغانستان په جنوبي ښار قندهار کې دپوليسو پر يوه موټر باندې د ترشک لاندې طالبانو د يوې بميزې حملې په نتيجه کې پنځه تنه څارندوی وژل شوي. همدا شان د امريکې تر قومانده لاندې بهرنيو ځواکونو د دوشنبې په ورځ 22 تنه ياغيان له منځه وړي، چې دوه تنه د طالبانو قوماندانان هم ورپکې وو.
د پاکستان پوځ بيا د افغانستان له څنگه د مهمندو په علاقه باندې له خپل هوايي يرغل سره لږترلږه 22 تنه ياغيان مړه کړي.
د يوه تازه رارسېدلي خبر له مخې د امريکې نوی مشر بارک اوباما نن چهارشنبه له خپلو نظامي مشرانو سره گوري او د افغانستان او عراق پر لانجو به صلاح مشورې سره کوي.