احمدزی: کابل ښار بايد د ژوند کولو وړ وگرځي
۱۳۹۳ مهر ۲۶, شنبهد کابل ښار غير پالاني سيمي تر ډيره پوري د غرونو په لمنو کي دي چي نه ښوونځي، نه د تفريح ځايونه او نه هم روغتونونه لري. په دغو سيمو کي ترانسپورتي خدمات هم ناممکن دي. ويل کيږي چي کابل ښار د يو ميليون اوسېدونکو له پاره جوړ سوی وو خو اوس د اټکلونو له مخي له ۴ څخه تر ۵ ميليونو پوري نفوس لري.
د جمعې په ورځ ماښام د افغان ولسمشر احمدزي له خوا د مدني ټولنو، کابل ښاروالۍ او ناحيو نزدې ۳۰۰ کسان ارگ ته وربلل سوي ول چي د کابل ښار پلان ورته تشريح سي. هغه ۱۹ کمېټې چي له دغو ۳۰۰ کسانو څخه جوړي سوي وې جمهور رئيس ته ئې خپل وړانديزونه وسپارل.
غني وويل: «کابل د انفجار په حال کي دئ. زه د کابل د نورو ښاريانو په شان د دغه ښار له اوسنی وضعيت څخه مطلق ناراضه یم. ښار ډېر چټل دئ. هغه سړکونه چي جوړيږي په يوه يا دوه کاله کي بيرته له منځه ځي...»
هغه وړانديز وکړ چي داسي کمېټې بايد جوړي سي چي د کابل ښار د اوسېدونکو په تفاهم سره د دغه ښار له پنځو څخه تر لسو پوري اساسي ستونزي و ارزول سي.
غني وويل چي د کابل ښار ماستر پلان به نړيوالو کارپوهانو ته وړاندي سي. هغه له کابل ښاروالي او هغو نهادونو څخه چي په ښاري پلانونو کي تخصص لري وغوښتل چي د کابل ښار د ښه والي په اړه خپلي طرحي جمهوري رياست ته وړاندي کړي.
د هغي طرحي له مخي چي جمهور رئيس غني ئې لري، د کابل ښار د ټولو ناحيو اوسيدونکي بايد د دغه ښار د ښه والي له پاره خپل نظرونه ښاروالۍ ته وسپاري.
اشرف غني احمد زي وويل: «د خلکو له پراخ گډون پرته موږ د حل لاري ته رسېدلای نه سو. موږ بايد له خلکو څخه واورو چي ستونزي ئې څه دي. او دوی بايد ووايي چي د ښاروالۍ کړه وړه څه ډول ارزوي.»
ښاغلي احمدزي له رسنيو څخه هم وغوښتل چي دولتي ارگانونو ته د خلو د غوښتنو په رسولو کي مرسته وکړي.