1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي شپېته ښارگوټي ستونزي لري

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې جمهوري رياست ته یې د قانوني او غیر قانوني ښارګوټو په اړه یو بشپړ رپوټ استولی دی ترڅو د هغوی برخلیک وټاکل شي. په افغانستان کې ۱۷۷ ښارګوټي جوړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/19LTA
Kabul Stadt in Afghanistan Das Bild hat uns unser Korrespondent Hussain Sirat aus Kabul geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Kabul Stadt in Afghanistanانځور: DW/H.Sirat

د دغه وزارت په حواله په افغانستان کې ډیر شمیر غیر قانوني ښارګوټي د زورواکانو او جنګسالانو له خوا جوړ شوي دي. د ښار جوړونې وزارت معین انجینر امیرالدین سالک، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ځینې ښارګوټي له ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه دي. هغه زیاته کړه:

«موږ د څیړنو په پایلو کې په دې خبره پوه شوو چې په افغانستان کې ۱۱۷ ښارګوټي جوړ شوې دي. خو په دغو ښارګوټو کې یو شمیر یې قانوني نه دي او د قانوني ښارګوټو پر معیارونو باندي هم برابر نه دي. دغه ښارګوټي د قوماندانانو او زورواکونو د نفوذ په پایله کې جوړ شوې دي.»

د ښار جوړونې وزارت دغه چارواکي همداراز روښانه کړه چې یو شمیر قانوني ښارگوټو هم د دغه وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه په پام کې نه دي نیولي نو له دې کبله اوس ډیري ستونزي لري. ښاغلي سالک وویل چې که د افغانستان جمهوري ریاست د دغو ښارگوټو برخلیک وټاکي نو دغه وزارت به د پولیسو، ښاروالیو او څارنوالیو په مرسته په لازمو اقداماتو لاس پوري کړي.

په کابل کي يوه ودانۍ
په کابل کي يوه ودانۍانځور: DW/S. A. Behrad

دغه چارواکي روښانه کړه چې اوس په افغانستان کې ۶۰ قانوني ښارگوټو د ښارجوړونې وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه په پام کې نه دي نیولي چې اوس پکې ستونزې رامنځ ته شوې دي.

د کابل ښار ماستر پلان

د افغانستان د ښارجوړونې وزارت وایي چې د کابل ښار ماستر پلان جوړ شوی دی خو تطبیق یې د حکومت او نورو وزارت خانو قوې ارادې ته اړتیا لري. د کابل ښار ۷۰ سلنه ودانې بې نقشې جوړي شوي دي چې اوسیدونکي یې اوس له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

کابل ښار په وروستیو لسو کلونو کې په ناپلان شوي ډول ډیر پراخه شوی دی. اوس د دغه ښار په څنډو کې د تپو پر سر هم بې نقشې کورونه جوړ شوي دي. د ښارجوړونې وزارت معین په دې اړه وایي:

«موږ یې تخنیکي طرح لرو چې څرنګه د کابل ښار د دهمزنګ، ده افغانان او د کابل ښار د غرونو لمن څرنګه د پلان له مخې په شنو سیمو واړوو. موږ داسې طرح لرو چې څرنګه دغه سیمې له غیر قانوني کورونو پاک کړو خو د طرح پلي کول قوې ارادې ته اړتیا لري او اسانه کار نه دی.»

سالک وویل چې د نوي ماستر پلان له مخې د کابل هره سیمه په استوګنځایونو، اقتصادي، سوداګري او سیاسي زونونو باندې ویشل شوې ده. دغه چارواکي وایي چې د کابل ماستر پلان یوازې په هغه صورت کې پلي کیدای شي چې د دغه ښار د غرونو او بې نقشې سیمو اوسیدونکي قانوني ښارګوټو ته کډه شي.

د کابل د غیر قانوني ښارګوټو ډیرو سیمو ته موټر نه شي تلای او د اوبو رسولو خدمتونه هم یا خو هیڅ نه شته او یا هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. په دغو سیمو کې د پارکونو، ښوونځیو او روغتونو څرکه نه لږیږي.