1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښارونو افقي پراخېدل چاپيريال ته تاوان رسوي

حسین سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ځمکې نړیواله ورځ ولمانځل شوه. افغان چارواکو په دې ورځ ویلي دي چې په ښارونو کې د شنو سیمو رامنځ ته کول د هغوی په لومړیتوبو کې دي، څو د ځمکې د لا کړکړتيا مخه ونیول شي.

https://p.dw.com/p/1Bm9L
انځور: DW/H. Hashimi

د شنو سیمو له منځه تلل د افغان حکومت اصلي اندیښنه ده. افغان چارواکي وایي چې له یوې خوا د ښارونو د سمسورولو له پاره کوم منظم پلان موجود نه وو او له بلې خوا د کورنیو جگړو په پایله کې د افغانستان شنې سیمو په دښتو او استوگنځایونو باندي بدلي شوي دي.

د ښارونو د جوړولو وزارت معین محمد اکبر احمدي، د سه شنبې په ورځ د ځمکې د نړیوالې ورځ د لمانځنې په مراسمو کې وویل چې د ښارونو عمودي جوړونه د هغوی په لومړیتوبونو کې دي. په دې مراسمو کې همداراز د عامي روغتیا وزارت او د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکو هم گډون کړی وو.

احمدي وویل: «موږ دې ته اړ یو چې د دولت د ریاست د هدایت له مخې د ښارونو د جوړولو افقي پلان عمودي پلان ته واړوو. په دې برخه کې ډیري هڅې کوو. د کابل ښار نوی ماستر پلان هم پر همدې اساس جوړ شوی دی.»

د افغان دولت اصلي اندیښنه دا ده چې زراعتي سیمې په ښارونو او مسکوني سیمو باندي بدلیږي او له کبله یې زرغونې سیمي له منځه ځي. د کرهڼي وزارت ویلي دي چې د کابل په شاوخوا کې په زرونو جریبه زراعتي ځمکې په وروستیو کلونو کې له منځه تللې دي او پکښې کورونه جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښار جوړوني وزارت ویلي دي، د کابل په نوي ماستر پلان کې یې په ښار کې شنې سیمي په پام کې نیولې دي. احمدي وویل: «زموږ ښارجوړونکي هڅه کوي چې داسې شنې سیمې حفظ کړي چې اوس په ښارونو کې شاملي شوي دي. پر دې سربیره هڅه کیږي چې د هر ښار له پاره هم شنې سیمې رامنځ ته شي.»

د چاپیریال په ساتنه کې باید ټول برخه واخلي

په عین حال کې د افغانستان د عامي روغتیا وزارت پر دې خبري باندي ټینگار کړی دی چې خراب چاپیریال د انسانانو پر روغتیا باندي ناوړه اغېزه کوي. د دغه وزارت معیني ناجیې طارق، په دې کنفرانس کې روښانه کړه چې روغتیا له پاک چاپیریال سره مستقیمه اړیکه لري او دا چې حکومت باید په ښارونو کې د شنو سیمو رامنځ ته کولو ته ډیره توجه وکړي.

هغې وویل: «چاپیریال له روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري. که چاپیریال پاک نه وي د ټولني خلک له روغتیایي ستونزو سره لاس او گریوال کیږي. دغه موضوع بیا وروسته د اقتصاد د خرابیدو، بې سوادي، بیکاري او د داسې کسانو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي چې پر ټولني بار وي.»

مېرمن طارف له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې د چاپیریال په پاکیدو کې برخه واخلي: «دا یوازي د یوه کس او یا هم ارگان دنده نه ده بلکې د ټولو دولتي او غیر دولتي ارگانونو او خلکو دنده ده چې د چاپیریال په ساتنه کې ونډه واخلي.»

اوس مهال هغه سیمې چې په کابل کې د شنو سیمو په توگه په پام کې نیول شوي دي په استوگنځایونو باندي بدلي شوي دي.