آلمان په افغانستان کښي تعليمي پروګرام نور هم پراخوي
۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعهدغه خبري د جرمني د خارجه وزارت د تعليمي او کلتوري چارو مرستياله کورنېليا پيپرPieper خبري آژانس dpa ته وکړې.
اوس په افغانستان کښي 4700 آلماني عسکر په عملياتو اخته دي. د جرمني د حکومت هدف دادی ، چي د 2011 عيسوي کال د آخره څخه د خپلو عسکرو په وتلو شروع وکړي، او په 2014 کال کښي امنيتي مسؤليت افغانانوته وسپاري.
پيپرPieper اضافه کړه ، چي« دا صحيح ده ،چه د هيواد سرنوشت په خپله د محل دخلګو په لاس کښي ولويږي. خو سړی بايد خلګ پر دې باندي قادره کي چي د حکومت مسؤليت واخيستلای سي.»
په همدې منظور بايد د Good Governance يا ښه حکومت کولو پروګرام پراخ سي.
همدارنګه د ښووني او روزني پروګرام او بورسونه چي تر اوسه پوري د افغانستان د ثبات راوستلو د صندوق څخه تمويليدل، نور هم بايد تقويه سي.
دا وايي چي د جرمني حکومت وعده ورکړې وه ، چي د ښووني او روزني په برخه کي سپما نه کوي. چي دا نه يوازي په داخل کښي،بلکه په خارج کښي د خارجه وزارت د تعليمي پروګرام دپاره هم صدق کوي.
په 2010 کښي ددغه وزارت د پيسو څخه په جنګ ځپلي افغانستان کښي20 عادي مکتبونه او يود موزيک مکتب جوړ سوی دی.
پيپر وايي چي په دې منځ کښي هلته اوس د افغاني محصلينو 20 فيصده ښځي دي او دا د 6 يا 7 کلو په جريان کښي يو ډير ښه پرمختګ دي. داد ښځو دآزادۍ او تعليم په برخه کښي يو لوی قدم دی ، هغه څه چي موږ ورڅخه ملاتړ کوو.
آژانسونه / ګل غوټۍ پوپل
کتونکی : عبدالباری حکيم