آلمان هغه نيوکې رد کړې چې گواکې د پوليسو روزنه يې په افغانستان کې نيمگړې ده
۱۳۸۵ بهمن ۴, چهارشنبهکله چې آلمان په افغانستان کې د پوليسو په روزلو کې مشري په غاړه واخېستله دوی په پيل کې د پوليسو د اکاډمۍ ودانۍ بېرته جوړه کړه. تر اوسه پورې 4200 پوليس د کابل د پوليسو په اکاډيمۍ کې تربيه شوي دي، په تېره بيا لوړپوړي صاحب منصبان. دغه افسران دې بيا د روزنې چارې پر مخ بوځي. دا چې د روزنې بهير په همدې توگه ورو روان دی، ځکه امريکايانو خپله نارضايتي ښکاره کړې ده. افغانستان پېژندونکې سيتا ماس دغه خبره مني او وايي چې د آلمان روزنيز پروگرامونه «د کيفيت د نگاه څخه ډېره ښه دي خو ډېر وخت هم نيسي. هغه مهال چې د رياست جمهورۍ په ټاکنو کې پوليسو ته اړتيا وه په يو وار 32000 يا 35000 پوليس په يو وار په بېړنيو کورسونو کې وروزل شول.«
د آلمانانو تر څنگ امريکايان هم افغاني پوليس روزي. د امريکايانو دغه کورسونه يوازې يو څو اونۍ دوام کوي، په داسې حال کې چې د آلمان کورسونه ډېر وخت نيسي. اوس اروپايي اتحاديه هم برخه اخلي او د 40 آلماني روزونکو سره به په راتلونکي 100 سل نور له مختلفو هېوادونو څخه مرسته کوي. پوليس به نه يوازې په کابل کې بلکې د ټول هېواد په کچه وروزل شي. دغه کار د ناتو د يوې غوښتنې په اساس کېږي چې وايي په افغانستان کې بايد له مېشتو عسکرو سره د امنيت او ټيکاو په رامنځ ته کولو کې مرسته وشي.