1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: موږ په افغانستان کي بريالي يو

۱۳۸۷ فروردین ۱۹, دوشنبه

په بخارست کی د شمالي اتلانتيک د سازمان، ناټو د سرمشريزي غوڼدي په څنډه کي د آلمان د دفاع د وزير يونګ سره د خبریال، Christian F Trippe ، ځانګړې مرکه.

https://p.dw.com/p/DdJ1
د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف یونګ
د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف یونګانځور: AP

پوښتنه: ښاغلی وزيز د آلمان د فيډرالي جمهوريت پوځ بايد په افغانستان نور څومره پاته سي؟

ځواب: په لومړي سر کي بايد زه يادونه وکړم چي موږ د لومړي ځل لپاره د افغانستان په اړه يو عمومي ستراتیژي طرحه کړې ده. او هغه د بيلګي په توګه، د بشپړي ستراتیژۍ موضوع يا چي موږ ورته د اوبدلي امنيت يا د ناټو په ژبه "a comprehensive approach" يا هراړخيزه او بشپړه لاره چاره ورته وايو، موضوع ده ، مانا دا چي موږ، په بيا رغاونه کي امنيت جمع پراختيا، ته اړتيا لرو. موږ بايد د خلکو اعتماد راخپل کړو ترڅو دلته برياليتوب ته ورسيږو. دوهم : موږ داهم جوته کړه چي، دا بايد روښانه کړای سي چي په خپلو اوږو د امنيت د پيټي له لیږدولوڅخه زموږ تصور څه دی. لنډه داچي موږ ۸۰ زره روزل سوي افغان سر تيري غواړو. نو په دې وجه مو خپلي هڅي درې برابره کړي او موږ روزل سوي پوليسي ځواک غواړو، دغو هدفونو ته د رسيدو لپاره د يوې روښانه ستراتیژۍ د جوړيدو لپاره کار کوو او زما په نظر، دا د دغي سر مشريزي غونډي مثبته پايله ده.

پوښتنه: دا ستراتیژي کېدای سي دا پايله ولري چي ناټو وروو ورو بيرته ووزي. داسي یو اټکل تاسي کوی چي ګوندي دا کار به وسي.

ځواب: په لومړي سر کي هدف ته د رسېد خبره ده، دا چي څه موده وخت غواړي، او دا چي په کوم پړاو کي هغه يوې څي ته رسېږو چي موږ ورته په خپلو اوږو د امنيت د پیټي د لیږدولو پړاو نوم ايښی دی، دا وخت او زمان ته اړتيا لري او زه فکر کوم چي دا به يوه اشتباه وي چي سړی دي اوس يوه مشخصه نېټه وټاکي. بلکه مهمه خبره اوس دا ده چي موږ خپلي دندي تر سره کړو، کله چي خپلي دندي مو سرته ورسولې ، نو بيا کېدای سي چي سړی د بيرته وتلو پر موضوع باندي خبري وکړي. اوس مهم ټکی دا دی چي له 2002 کال څخه را په دې خوا، کله چي زموږ ماموريت پيل سوی، د لومړي ځل لپاره مو يوه هراړخيزه ستراتيژي طرحه کړې ده او زما په نظر دا يوه اساسي خبره ده.

پوښتنه: دلته په بخارست کي دا خبره په وار وار سره اوريدل سوې چي په افغانستان کي د ناټو راتلونکې له خطر سره مخامخ ده؟ تاسي هم له يوداسي اټکل سره همنظر ياست؟

ځواب: نه ! زه هيڅ کله په دې نظر نه يم، ځکه موږ همدا اوس په افغانستان کي بريالی يو. د ناټو ترمشرۍ لاندي له ماموريت څخه د هغو هيوادونو ملاتړ هم شته چي د ناټوغړي نه دي، موږ له څلويښتو هيوادونو سره په افغانستان کي په خدمت بوخت يو،هغه خدمت چي د برياليتوب پر لاره روان دی. که تاسي يو ځل فکر وکړی، موږ28 مليونه خلک د طالبانو له تروريستي واکمنۍ څخه وژغورل، موږ اوس هلته منتخب پارلمان لرو، هغه يو پارلمان چي په سلو کي 28 يې ښځينه استازي جوړوي، موږ هلته يو منتخب جمهوررييس لرو. موږ اوس هلته وينو چي يو مليون ماشومان ښونځيو ته ځي، په هغه يو هيواد کي چي تر څو کلونو مخکي انجنو اجازه نه درلوده چي ښونځيو ته ولاړي سي، موږ هلته په پوهنتونونو کي پرمختګ وينو. د خلګو عايد د پخوا په پرتله درې برابره ډير سوي دي، همدا راز په بنسټیزو اړيکو، سړکونو، د انرژۍ او اوبو چمتو کولو او داسي نورو برخو کي مهم سمون راغلی دی. په سلو کي 80 روغتيايي خدمات په ټول هيواد کي پراخ سوي دي، که چيري تاسي دغو پرمختګونو ته کتنه وکړی، نو بيا اټکل کولای سي چي ناټو تر اوسه پوري په افغانستان کي کوم مثبت کارونه سرته رسولي دي، دا په داسي حال کي چي موږ د طالبانو د فعاليت د تشدد د مخ نيوي لپاره مو هم دنده په غاړه اخيستې، تر څو دغه بريالۍ لاري ته دوام ورکړل سي.

پوښتنه: فرانسه غواړي چي د افغانستان په ختيځ کي نور عسکر خوندي کړي. آيا په آلمان کي هم پدې هکله اوس فکر کيږي چي د فډرال د پوځ ماموريت پراخ کړای سي، يعني نور عسکر شمال ته واستول سي؟

ځواب: نه! داسي يوشی نه شته، موږ د آلمان د پارلمان، بوندستګ له پريکړي سره سم هلته 3500 عسکرولرو. خو موږ پرېکړه کړې چي د جولای د مياشتي څخه وروسته په شمال کي له ناروې څخه د بيړنيو عملياتو ځواک قومانداني په غاړه واخلو. موږ به د عسکري روزني کار درې برابره زيات کړو، هغه څه چي اکثراً هيرېږي او پرې خبري نه کيږي، سره بيره پردې موږ د ټول افغانستان لپاره يوه ستره ونډه په غاړه اخيستې ده. موږ له خپلواکتشافي الوتکو، تورنادو سره په ټول افغانستان کي مرسته کوو. موږ له خپلي دغي وڼدي سره د ناټو په توانمندۍ کي نيمګړتيا له مينځه وړو. د دغو الوتکو الوتنو په سلو کي 37 په جنوب کي سرته رسول کېږي. لڼده دا چي موږ خپله وڼده په افغانستان کي لرو، د عسکرو د شمير له لحاظه مونږ دريم هيواد يو، زمونږ دغو وڼدو ته دلته په بخارست کي په دې غوڼده کي زموږ د متحديتونو له خوا په درنه سترګه کتل کيږي.