آلمان افغانستان ته په خپلو مرستو ژمن دی
۱۳۸۵ بهمن ۱۰, سهشنبهاعلان
هغې زياته کړه چې »دا کار به په راتلونکي کې هم کوو« وروسته له دې چې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير رنگين سپنتا سره يې ليدلي وو. د آلمان 2800 عسکر د افغانستان په شمال او پلازمېنې کابل کې ځای په ځای دي. ځينې ټلوالي او ملگري هېوادونه د آلمان پر حکومت باندې دا نيوکه کوي چې دوی د افغانستان په جنوب کې په کافي توگه برخه نه اخلي. د افغانستان په اړه يوه نړيواله غونډه اوسمهال په برلين کې له افغانستان سره د مرستو په سر رابلل شوې ده. ويچورک څويل دا يادونه هم وکړه چې آلمان د افغانستان له دولت سره هر کال 80 مليونه يورو مرسته کوي. سپنتا زياته کړه چې د ده هېواد تر اوسه نړيولو مرستو ته اړ او سترگې په لار دی، خو د هېواد عمومي وضع هومره خرابه هم نه ده لکه چې همېشه ويل کېږي.