1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د واده پر موټر چاودنه کي ۱۷ تنه ووژل سول»

۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه

د فراه ولایت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د واده د مراسمو یو موټر پر ماین ختلی دی او د ښځو او ماشومانو په گډون نزدې ۳۰ تنه پکښې مړه او ټپيان سوي دي.(انځور په افغانستان کي د بلي پيښي دئ)

https://p.dw.com/p/16kSA
انځور: Reuters

د فراه د الي ویاند عبدالرحمن ژوندي، له دويچه ويله سره په يوه تليفوني تماس کي پيښه تائيد کړه او ويويل چي په دغه موټر کي چي پر ماين ختلی دئ ۱۷ تنه پکښي وژل سوي دي او ۹ تنه نور ټپيان دي.

ژوندي زياته کړي چي د پيښي قربانيان ټول ملکي وکړي دي، او په هغو کي بيا ډيری ښځي او ماشومان دي.

هغه وويل د واده يو موټر چي له خاکسفېد ولسوالۍ څخه يې پشت رود ولسوالۍ ته واده لېږداوه، د لاري په اوږدو کي پر يوه ښخ سوي ماين وخوت.

په پېښه کي د زوم او ناوي برخليک تر اوسه پوري نه دی معلوم. د فراه ولايت يو شمېر اوسېدونکو په سيمه کي له دويچه ويله سره په تليفوني تماس کي پېښه وغندله او دغه عمل ئې د هيواد د دښمنانو وباله.

د پېښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دی اخيسي خو د فراه اوسېدونکو ئې پړه پر وسله والو طالبانو باندي واچوله.

د يکشنبې په ورځ په خوست ولايت کي د يوې کورنۍ پنځه تنه هغه مهال ووژل سول، چي له روغتون څخه کورته پرلار باندي د سړک د غاړي پر يو ماين باندي يې موټر وخوت.

د ملگرو ملتونو د يوه وروستي راپور له مخي په افغانستان کي د ۸۰ سلنه وژل سوو کسانو پړه پر وسله والو طالبانو باندي اچول سوې ده، چي د هغوی په خبره ډيره برخه يې د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کي وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي تير کال د افغانستان په جنگ کي ۳۰۱۲ ملکي وگړي وژل سوي دي، چي ۳۰ سلنه يې ښځي او کوچنيان جوړوي، او په غالب گومان د سړک د غاړي په ماينونو کي وژل سوي دي.

ملگرو ملتونو دغه راز د اکتوبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه پر وسله والو طالبانو باندي ږغ وکړ، چي د سړک د غاړي ماينونو کارول دي منع کړي.

شريف شرفيار/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب