1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې یوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول

۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې د دوو ماینونو د چاودنې ‏له کبله یوولس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د وژل شوو کسانو په ډله کې اوه تنه ښځې ‏او درې تنه ماشومان هم شامل دي.‏ (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16aBd
انځور: DW

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه چاودنې د چهارشنبې په ورځ د ‏موسی قلعې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي. د چارواکو په حواله په چاودنو کې شپږ ‏تنه نور وګړي ټپیان شوي هم دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ‏طالبانو ډله د دغو بریدونو تر شا ده.‏

د هلمند ولایت ویاند فرید احمد فرهنګ وویل: «نن شاوخوا نهه بجې د ملکي وګړو یو ‏موټر د موسی قلعې په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې په ‏پایله کې یې د ځوانو نجونو او ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول.»‏

تر دې چاودنې لږ وروسته پر موټر سایکل باندې سپور یو بل وګړي د سړک د غاړې پر ‏یوه ماین باندې برابر شو چې په پایله کې یې هغه ووژل شو او یوه ښځه او درې تنه ‏ماشومان ټپیان شول. د هلمند ولایت ویاند زیاته کړه چې په دې پېښه کې ټول ژوبل شوي ‏کسان د یوې کورنۍ غړي ول.‏

د هلمند والي په یوه اعلامیه کې دغه پېښې غندلي دي او د هغو تر شا یې «د افغانستان د ‏دښمنانانو» لاس بللی دی. افغان چارواکي ډیر وخت د افغانستان د دښمنانو د عبارت په ‏کارولو سره طالبانو ته اشاره کوي.‏

د سړک د غاړې ماینونه د افغانستان په جګړه کې یو له هغو وسلو څخه دي چې ډیر وخت ‏یې له کبله ملکي وګړي وژل کیږي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال په لومړۍ ‏نیمایي کې په افغانستان کې ۱۱۴۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. دې سازمان د ۸۰ ‏سلنه ملکي وګړو د وژل کیدو پړه پر یاغیانو باندې اچولې ده. د سړک د غاړې ماینونه د ‏یاغیانو له خوا د رامنځ ته شوو نیمایي ملکي تلفاتو لامل بلل کیږي.‏

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په روان کال کې د وژل شوو ملکي کسانو په ډله کې ۳۰ سلنه ‏ماشومان او ښځې هم شاملې دي چې د هغوی له ډلې څخه ډیری یې د سړک د غاړې ‏ماینونو وژلي دي.‏

د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه د افغانستان په شمال کې یو میني بس ډوله موټر د سړک د ‏غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې له کبله یې ۱۹ کسان ووژل شول. تر دې چاودنې ‏یوه ورځ وروسته ملګرو ملتونو له طالبانو څخه وغوښتل چې د سړک د غاړې ماینونو ‏ایښودو ته د پای تکی کیږدي.‏

مسعود جهش (فرانس پرس، د المان خبري آژانس)‏
کتونکی: عبدالباري حکیم‏