خوست:د ماين چاودني د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهد صبريو ولسوالۍ امنيه قوماندان روشان الدين د تليفون پر ليکه دويچه ويله ته وويل، چي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه، کله چي د ملکي وگړو يو موټر د دغه ولسوالۍ د مکتب بازار په سيمه کي پر ماين وخوت.
«يوه کورنۍ چي ولادي ناروغي يې درلوده تيره شپه روغتون ته تلل ول، له روغتونه کورته د ستنېدو پرمهال يې موټر پر ماين وخوت او د دغي کورنۍ پنځه تنه غړي پکښې ووژل سول.»
د امنيه قوماندان په خبره په وژل سوو کسانو کې، دوې تنې ښځي، يو زېږېدلی کوچنی، د کوچني پلار د کوچني نيکه او يو بل تن ځوان شامل دی.
د افغانستان د اکثره ولايتونو د ليري پرتو سيمو اوسېدونکي، مرکزونو ته د تلو پرمهال پر لارو باندي د ماينونو له خطر سره مخامخ وي.
ډيری وخت داسي هم پېښ سوي دي، چي پر لار باندي د ماينونو د موجوديت له بيري ناروغ د سيمي مرکزي روغتون ته نه دی رسول سوی او ژوند ئې له لاسه ورکړی دئ.
څه موده مخکي د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکو له دولت څخه وغوښتل چي پر لويو لارو د ماينونو ستونزه ور حل کړي.
د ملگرو ملتونو د يوه وروستي راپور له مخي په افغانستان کي د ۸۰ سلنه وژل سوو ملکي کسانو پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې ده، چې ډيره برخه ئې د سړک د غاړي د ماينونو په چاودنو کي وژل سوي دي.
دغه سازمان د روان کال د اکتوبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه پر وسله والو طالبانو باندي ږغ وکړ، چي د سړک د غاړي ماينونو کارول دي منع کړي.
ملگرو ملتونو دغه غوښتنه وروسته له هغه له وسله والو طالبانو څخه وکړه، چي د افغانستان په شمال کي د سړک د غاړي يو ماين په چاودنه کي د ښځو او کوچنيانو په گډون ۱۵ تنه ملکي وگړي ووژل سول.
د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي تير کال د افغانستان په جنگ کي ۳۰۲۱ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي. د دغه قربانيانو ۳۰ سلنه ښځي او کوچنيان جوړوي، چي په غالب گومان د سړک د غاړي په ماينونو کي وژل سوي دي.
فريدالله ظاهر خوست/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض