1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درو بیلابیلو پېښو کي ۱۸ تنه ووژل‏ شول

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په درو بیلابیلو امنیتي پېښو کې لس تنه ملکي وګړي او اته ‏تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. دا پېښې د کندهار، لغمان او هلمند په ولایتونو ‏کې رامنځ ته شوې دي.‏

https://p.dw.com/p/16fUa
انځور: DW

د کندهار د والي ویاند احمد جاوید فیصل، رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت په جنوب ‏کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر د میاشتې ۸مه نیټه) د یوه ځانمرګي برید په پایله کې درې ‏تنه پولیس ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان دي.‏

فیصل وویل: «د سهار شاوخوا پنځه بجې وې چې پر موټر سایکل باندې سپور یوه ‏ځانمرګي برید کوونکي، خپل چاودیدونکي مواد د پولیسو په یوه پوسته کې وچول. د دې ‏پېښې په پایله کې درې تنه پولیس ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.»‏

د لغمان په مرکز مهترلام کې هم د افغان امنیتي ځواکونو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ‏ماین باندې برابر شوی دی چې په پایله کې یې پنځه تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.‏

په یوه بله پېښه کې په هلمند ولایت کې لس تنه ملکیان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې ‏د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. د هلمند ولایت ویاند احمد فرید فرهنګ، ‏وویل: «په موسی کلا ولسوالۍ کې لس تنه ملکي وګړي چې څلور تنې ښځې او یو ماشوم ‏په کې شامل دی هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې ‏وخوت.»‏

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو ځانمرګي بریدونه ‏او د سړک غاړې ماینونه د طالبانو د جنګي تکتیکونو په ډله کې دي.‏

که څه هم په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یاغیانو د بریدونو کچه راکښته شوې ‏ده خو بیا هم وخت نا وخت ځانمرګي بریدونه او د سړک د غاړی ماینونه ډیر شمیر افغان ‏وژني.‏

د هغو شمیرو له مخې چې ناټو تیره میاشت خپرې کړې په روان کال کې هره میاشت په ‏اوسط ډول ۵۳۷ تنو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.‏

مسعود جهش (فرانس پرس، اسوشیتد پرس)‏
کتونکی: عبدالباري حکیم‏