1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

یوناما: افغانستان کې راډیو معلوماتو ته د لاسرسي اصلي منبع ده

پروانه علی زاده | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۲۴, جمعه

په افغانستان کې د ملگرو ملتو مرستندویه پلاوي «یوناما» د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې راډیو د میلیونونو افغانانو له پاره په تیره بیا لیرې پرتو سیمو کې، معلوماتو ته د لاس رسي تر ټولو اصلي منبع ده.

https://p.dw.com/p/58hrg
په خوست کې د راډیو دوه ویاندان له یوه تخنیکي همکار سره
په افغانستان کې تر نیمايي د ډیرو راډیويي شبکو فعالیتونه په ټپه دریدلي دي.انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د فبرورۍ د ۱۳ مې نیټې په مناسبت چې د راډیو نړیواله ورځ ده، د یوناما سرپرستې جورجیت گانیون، د افغانستان د خلکو په ژوندانه کې د راډیو ژور او تلپاتي نقش ته اشاره وکړه او ويې ویل چې په افغانستان کې لا هم راډیو په تیره بیا لیرو پرتو سیمو کې، معلوماتو ته د لاس رسي اصلي سرچینه بلل کیږي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه پلاوی «یوناما» وايي چې راډیو له څه د پاسه یوې پیړۍ راهیسې، د افغانستان د خلکو له پاره د پوهاوي، زده کړو او اړیکو یوه باوري سرچینه وه. 

اړونده موضوع: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د رسنیو آزادي تر پښو لاندې کړې ده

د گانیون په خبره، د راډیو د سږنۍ نړیوالې ورځې شعار «راډیو او مصنوعي ځیرکتیا» دی؛ هغه موضوع چې یادونه یې کیږي، که څه هم د معلوماتو د تولید او خپرولو کړنلاره یې بدله کړې ده، خو د خلکو باور بیاهم د انسانانو پر ږغ ولاړ دی؛ د هغو خبریالانو، نطاقانو او رسنیو د کارکوونکو پر ږغ چې د مسؤلیت په احساسولو او په مسلکي توگه د خپلو خلکو په خدمت کې قرار لري.

نوموړې ننگونو ته په اشارې سره، د ملگرو ملتونو په استازیتوب، په افغانستان کې له راډیويي کارکوونکو او کارپوهانو سره خپل پیوستون اعلان کړی دی.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت

پر رسنیو د بندیزونو وضعیت

بریښنا ته د خلکو د نه لاس رسي په تیره بیا کلیوالو سیمو کې او همدرانگه د لوستلو او لیکلو د کښتې کچې په پام کې نیولو سره، راډیو په افغانستان کې د تر ټولو مخاطب لرونکو رسنیو څخه شمیرل کیږي.

د طالبانو تر بيا واکمنۍ مخکې، په افغانستان کې په سلونو راډیو گانو فعالیت درلود چې خپل لگښتونه یې د تجارتي اعلاناتو او نړیوالو مرستو څخه پوره کول او د نشراتو زیاته برخه هم تفریحي خپرونو او موسیقي جوړوله. 

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، که څه هم طالبانو دغه رسنۍ په مستقیم ډول نه دي بندي کړي، خو د هغوی خپرونې ډیرې محدودې سوي دي او اجازه نه ورکول کیږي چې موسیقي او یا د طالبانو د مفکورې ضد برنامې، خپرې کړې.

اړونده موضوع: د طالبانو محدودیت؛ د نسیم رادیو خپرونې بندې سوي دي

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په وینا، په دغه هیواد کې تر نیمايي د ډیرو راډیويي شبکو فعالیتونه په ټپه دریدلي دي. ډیری ښځینه کارکوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په حواله، یوازې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا، د لږترلږه اوو راډیو گانو دفترونه یا په مستقیم او یا هم د وضع سوو بندیزونو له امله تړل سوي دي.

په افغانستان کې راډیو څه ناڅه سل کلن تاریخ لري. د لومړنۍ راډیو بنسټ په ۱۳۰۷هجري لمریز کال کې په کابل کې کښیښودل سو. دغه راډیويي دستگاه چې په محدودو نشراتو سره یوه محلي راډیو وه، یوازې يې خبرونه او موسیقي خپروله. تر څو چې په ۱۳۲۱م هجري لمریز کال کې د لا ډیرو امکاناتو په درلودلو سره راډیو گانې رامنځته سوې.

د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۲م کال کې د فبرورۍ ۱۳ مه نیټه د راډیو نړیواله ورځ اعلان کړه.

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.