1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما د سولې په برخه کې د دیني عالمانو پر نقش ټینګار کوي

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

یوناما هڅه کوي څو د سولې په برخه کې د دیني عالمانو نقش لا پیاوړی شي. د هلمند د حج او اوقافو رئیس هم د سولې په بهیر کې د علماوو پر نقش د ټینګار ترڅنګ وايي چې د مولوي مجیب الرحمن وروستۍ څرګندونې شخصي دي.

https://p.dw.com/p/3WiNx
Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما د سولې په راوستلو کې د دیني علماوو پر نقش ټینګار کوي. یوناما په دې وروستیو کې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د سولې په بهیر کې د علماوو د نقش د پیاوړي کولو له پاره د شاوخوا ۳۰۰ دیني علماوو په ګډون سره یو لړ غونډې رابللې وې.

د یوناما له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي په سلهاوو دیني علماوو او قومي مشرانو په دغو غونډو کې د سولې اړوند په بحثونو کې ګډون کړی دی. د افغانستان په جنوب کې د اعظم خان په نامه یوه قومي مشر د یادې غونډې په هکله ویلي: «د مختلفو نظریو باوجود، موږ ټول سولې ته تږي یوو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما په دې باور ده چې په افغانستان کې دیني علماوو ته ځانګړی درناوی شته او د جوماتونو ملا امامان په ټولنو کې د پریکړو او همدا راز د ستونزو د حل په برخه کې مهمه ونډه لري، نو له دې کبله دوی د سولې په تأمین کې هم مهمه ونډه لرلای شي.

د یوناما په اعلامیه کې د مولوي عبید الله اخندزاده په حواله راغلي: «که چیرته موږ [دیني عالمان] د سولې په راتګ کې مرسته ونه کړو، هیڅکله هم سوله نه شي راتلی.»

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی چې پکې په کندهار ولایت کې یو جومات لیدل کیږي.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی چې پکې په کندهار ولایت کې یو جومات لیدل کیږي. انځور: AP

بل لوري ته د هلمند ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد داوود مدقق چې د دې غونډې یو له ګډونوالو څخه وو، دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان خلک د ملا امامامو پر خبرو او څرګندونو باور او اعتماد لري نو له دې کبله «د سولې د تامین په برخه کې د دیني علماوو نقش اساسي دی.» نوموړی وايي چې د سولې په هڅو کې په ځانګړې توګه په هلمند کې د سولې د کاروان په جوړولو کې دیني علماوو مهم نقش لوبولی دی.

د مولوي انصاري څرګندونې شخصي دي

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د جامع جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري څرګندونو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې د امر باالمعروف د ادارې او د میرمنو د حجاب په هکله څرګندونې کړې وې چې له کبله یې یو شمیر افغانانو ملاتړ او یو شمیر نورو یې مخالفت وکړ.

د هلمند د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد داود مدقق، د مولوي انصاري یادې څرګندونې شخصي وبللې او وايي چې په هلمند ولایت کې دینې علماوو د نوموړي د څرګندونو ملاتړ نه دی کړی. مدقق وویل: «امر باالمعروف د اسلام یو حکم دی، د اسلام مبارک دین [وايي] چې دغه څه باید د اعتدال او منځلارې په توګه، د میانه روۍ په چوکاټ کې، د حکمت په چوکاټ کې او د ټولنې نزاکتونو او ضرورتونو ته په کتو سره پر مخ یوړل شي.» 

مدقق وايي چې په هرات ولایت کې د دې دیني عالم حرکت او څرګندونې شخصي لید لوری لري او د هلمند ولایت د یني علماوو د هغه خبرې په رسمي توګه نه دي تائید کړي او د هغه د څرګندونو ملاتړ یې نه دی کړی.