«حکومت پلوه ځواکونه تر طالبانو د زياتو ملکي تلفاتو سبب شوي»
۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» د ملکي تلفاتو په هکله نوی رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په ټوله کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له پاره بیا هم یاغیان مسئول دي.
د رپوټ له مخې په ټوله کې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۱۷۳۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه کمښت ښي.
د ۲۰۱۸م کال په لومړیو درو میاشتو کې د جګړې په ترڅ کې ۲۳۰۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. تیرکال د یاغیانو ځانمرګي بریدونه د مرګ ژوبلې د ډيرښت سبب ګڼل کیدل.
د یوناما د رپوټ له مخې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي دي او ۱۱۹۲ بیا ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې یاغیان د زیاتو کسانو د ټپي کیدو سبب ګرځیدلي د ناټو په گډون حکومت پلوه ځواکونه بیا د عملیاتو په ترڅ کې د ۳۰۵ ملکيانو په وژلو ګرم دي، چې کابو نیمایي يي په هوایي بمباریو کې وژل شوي دي. رپوټ زیاتوي چې طالبان بیا د ۲۲۷ کسانو په وژلو ګرم ګڼل شوي دي. باقي پاتې کسان د متقابلو فیرونو پر مهال وژل شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې په عین وخت کې د یاغیانو په بریدونو کې ۷۳۶ ملکيان ټپیان شوي دي، چې د حکومت پلوه ځواکونو له خوا بیا دغه شمیر ۳۰۳ تنو ته رسیږي.
ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په ثبتولو پېل وکړ.
د ياد آژانس د رپوټ له مخې زیاتره ملکیان په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي، چې تر ډیره نړیوالو ځواکونو کړي دي. خو په رپوټ کې په ځانګړې توګه د ناټو د کوم غړي هیواد نوم نه دی اخیستل شوی. کله چې د افغان هوایي ځواکونو له لوري د مرستې غوښتنه وشي، نو امریکایي ځواکونه بریدونه تر سره کوي.