1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوترش د افغانستان له پاره زياتو بسپنو ته خوشبين دی

۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبه

د تازه تاوتريخوالي سربېره د م.م. سرمنشي، انتونيو ګوترش،‌ د افغانستان له پاره د بسپنه ورکوونکو هېوادونو نړيوال کنفرانس ته خوشبين دی. برخه وال يې د هغه په خبره د دغه جګړه ځپلي هېواد په سوله يز پرمختګ کې ونډه ادا کولی شي.

https://p.dw.com/p/3lfrJ
Coronavirus - UN-Generalsekretär Guterres
انځور: Imago/L. Radin

ګوترش غواړي چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د مجازي انترنېټي کنفرانس د لارې بسپنه ورکوونکي هېوادونه د افغانستان دپاره لا زياتو مالي مرستو ته وهڅوي.

ټاکل شوې ده چې تقريبا ۷۰ حکومتونه به په دغه غونډه کې د افغانستان په هکله يوه سياسي اعلاميه هم تصويب کړي. دا کنفرانس په ژنيف کې د ملګرو ملتونو، افغانستان او فينلنډ له خوا تنظيميږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز پر کابل توغنديز بريدونه وغندل.

د شنبې ورځې په بريدونو کې ډېر شمېر ملکي وګړي ووژل شول. د آلمان حکومت هم د افعانستان د سولې له پروسې څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ. آلمان همداراز د کلونو راهيسې د ثبات، د قانون د حاکميت او دموکراسۍ د جوړښتونو په رغولو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي.

په خبره يې بايد د تېرو کلونو لاسته راوړنې، په تېره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې حفظ کړل شي.