1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ـ د ولسي خلکو او مدني ټولنو د اوربند غوښتنه وکړه

۱۴۰۰ خرداد ۹, یکشنبه

په کندهار کي يو شمير ولسي خلکو، عالمانو او د جګړې قربانيانو په يوه غونډه کي د افغانستان د جګړې پر ټولو اړخونو د دايمي اوربند ږغ وکړ.

https://p.dw.com/p/3uBWx
Afghanistan | Bürgerversammlung in Kandahar
انځور: M. Ibrahim Speasaly/DW

د ژر اوربند او تلپاتي سولي په هیله نن یکشنبه (د ۲۰۲۱ کال د می ۳۰مه) کندهارکي په سلهاوو ځوانان، سپين ږیري، قومي مشران، مخور، دیني عالمان، روڼ اندي او ښځي راټولي سوي وې. دغه پراخه غونډه د کندهارښار په یو خصوصي سالون کي جوړه سوې وه. غونډي ته د کندهار د مدني ټولنې اتحاديې بلنه کړې وه.

د غونډي برخوالو په ډله کي یوشمیر هغه ښځو هم ګډون کړی ؤ، چي په روانو جګړو کي يې د کورنۍ سرپرستان او غړي له لاسه ورکړي دي. هغوی هم په خپل وار له حکومت او طالبانو د اوربند او سولي غوښتنه تکرار کړه.

Afghanistan | Bürgerversammlung in Kandahar
انځور: M. Ibrahim Speasaly/DW

د زلېخا په نامه یوې پنځوس کلني مېرمني، چي دوه زامن او خاوند يې په روانو جګړو کي وژل سوي او اوس د د دوو ځوانو مږندو او یوه شمير لمسيانو سرپرستي ور ترغاړه ده په ژړه غوني ږغ دویچه ویله ته وویل: « سترګي مو له ډېري ژړا نوري اوښکي نه کوي، ستونی مو وچ دئ او زړه مو ستړی دئ، د خدای لپاره داجنګ دي ودریږي موږ سوله غواړو.»

د زلیخا په خبره، طالبان او حکومت دي د جګړې پرځای د وطن ابادۍ ته ملا وتړي.

Afghanistan | Bürgerversammlung in Kandahar
ويناوالې زليخا د جګړې له کبله د خپلي کورنۍ د قربانيانو او ناخوالو احوال ورکړانځور: M. Ibrahim Speasaly/DW

مولوي عبدلصمد قانع یو له هغو ویناوالو څخه ؤ، چي په یاده غونډه کي يې خبري د زیاتو خلکو په چکچکو بدرګه سوې. د مولوي قانع په ټکو ، نور په افغانستان کي جګړه ختمېدل او په رښتیا سوله د هرافغان یوازینۍ غوښتنه ده: «زموږ خلک تر ډوډۍ سولي ته ډېره اړتیا لري، هره ورځ په هر کور کي کونډیاني، وراري، بوري او یتیمان زیاتیږي، مګر ګټه يې بل چاته رسیږي.»

مدني فعال ولي محمد افغانیار بیا د سولي یوه ورځ ځنډېدل د سلهاوو افغانانو د وینو تویولو په معنی یاده کړه. هغه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو غړوهیوادونو په ټینګه وغوښتل، چي افغانان یوازي پرېنږدي، «کنې دا هیواد به بیا د خپلمنځي اور په لمبو کي د تیرو کلنو په ډول وسوځي.»

افغانيار وويل: «موږ کندهاریان  د دغه مایکروفون له لاري د امریکا او نړۍ والو په کلکه غواړو، چي د تیرو شلو کالو په دوران کي خپلي وعدې، چي له افغانانو سره يې کړي وې په رښتیا عملي کړي او که چیري خدای مه کړه نړۍ یوار بیا افغانستان ته شا کړي اود سولي بهیر سم مخ ته ولاړ نه سي، نو امکان لري، چي دلته یواربیا  د مجاهدینو د خپلمنځي شخړو په ډول یو بل نامعلوم جنګ پيل سي.»

ویل کېږي، چي په ورته وخت کي په زابل، نیمروز او هلمند ولایتونو کي هم په سلهاوو افغانان راټول سوي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه د اوربند او  سولي کلکه غوښتنه کووي.

داپه داسي حال کي ده، چي له تیرو څومیاشتو راهیسي په قطر کي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولي د مذاکراتي ډلو ترمنځ د خبرو له ځنډېدو سره د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کي جګړو زور اخیستی دئ، چي هره ورځ دواړي خواوي (وسله وال طالبان او حکومت)  یوا وبل لوري ته د درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعاء کوي، خو زيات ولسي کسان، په دې جګړه کي تر ټولو ډېر د سراومال تاوان دوی ته رسیږي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار