1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

کندهار: په نښتو کي ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه او طالبان وژل شوي

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون تر لاسلیکیدو څو میاشتې وروسته هم طالبان او افغان ځواکونه یو پر بل باندې خونړي بریدونه کوي. په یوې تازه پیښې کې د امریکا د هوایي بریدونو په پایله کې ډیر طالب جنګیالي وژل شوي.

https://p.dw.com/p/3fgtx
Afghanistan | Air Force Drones
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/File/Lt. Col.. Leslie Pratt, US Air Force

د کندهار په امنیه قومندانۍ کي مطبوعاتي مسؤل جمال ناصر بارکزي ومنله چي د تخته پل ولسوالۍ د ملید پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کي اووه پولیس ووژل سول او دوه تنه نور ټپیان دي. یوه بله امنیتي سرچینه بیا د نوم او ږغ د نه خپرولو په شرط وايي چي په دې برید کي ۱۰ پولیس وژل سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي د چهارشنبې په ورځ په کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ کي د دوو بیلا بیلو بریدونو او چاودونو پر مهال پنځه پولیس ووژل سول او شپږ تنه نور ټپيان دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې له وسله والو طالبانو سره د جګړې توان لري او په تیرو ۲۴ ساعتونو کي يې د خاکرېز، معروف، تخته پل او ارغستان ولسوالیو په بیلا بیلو کلیو کي د امریکايي هوايي ځواکونو په مرسته وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه: «د خاکرېز په دروېشانو کلي کي، د تخته پل ولسوالۍ په تورو د معروف او ارغستان په بیلا بیلو سیمو کي تر ۷۰ زیات وسله وال طالبان په مخامخ جګړه او د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدکي له منځه تللي دي.»

بارکزی زیاتوي چې د یو شمیر وژل سویو طالبانو جسدونه هم د جګړې پر ډګر پاته دي چي له ځینو څخه یې پاکستاني شناخت کارډونو ترلاسه سوي.

په کندهارکي عام خلک د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو سخت اندېښمن کړي دي.

هغو وایي چي په اکثرو ولسوالیو کي هره شپه د وسله والو طالبانو بریدونه د دې څرګندونه کوي چي کیدای سي له محبسونو څخه خوشي سوي طالبان بیرته د جګړې تاوده سنګر ته تللي وي.

څلوېښت کلن حاجي موسی جان د کندهار ښار د اوومې ناحيې اوسیدونکی، همدغه خبره کوي او زیاتوي: «هغه وخت چي طالبان بندیان وو، جنګ دومره قوي نه وو خو اوس هره شپه په اکثره ولسوالیو کي طالبان په تعرضي حالت کي دي.»

عام کندهاریان داسي مهال د وسله والو طالبانو لخوا د بریدونو د زیاتوالی خبره کوي، چي همدا نن سهار د ارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور کلي کي د ولسي خلکو یو مزدا موټر د سړک غاړي پر ښخ کړل سوي ماین وربرابرسو. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي، وویل چي په دغه پیښه کې درې عام خلک ووژل سول او څلور ټپیان دي، چي د دوو ټپیانو حالت نازک ښوول سوی دی.

دا په داسې حال کي ده چي د کارپوهانو په حواله په کندهار او د افغانستان په نورو برخو کې د جګړې زور اخیستل د سولې روان بهیر ته زیان رسولی شي. کندهار میشته کارپوه جمعه ګل پيوستون، په دې اړه وویل: «سوله او د سولي خبري هغه وخت بریالۍ دي چي تر هر څه اول په جګړه کي ښکېلي غاړي له جنګه لاس واخلي خو دلته خبره سرچپه ده او ورځ تر بلي جنګ زور اخلي او زموږ اندېښنې زیاتوي.»

محمد ابراهیم سپېڅلی/ کندهار