1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: وروستیو جګړو ۲۲ زره کورنۍ بيځایه کړي دي

۱۴۰۰ مرداد ۳, یکشنبه

د کندهار ځايي چارواکي وايي جګړو په دغه ولایت کې له ۲۲ زره ډيرې کورنۍ د خپلو مينو پریښودو ته اړ کړي دي. ځینې بيځایه شوې کورنۍ وايي چې طالبانو دوی په زور له خپلو مینو او کورنو ایستلي دي.

https://p.dw.com/p/3y1Gm
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د کندهار ولایت د کډوالو ادارې مشر، دوست محمد دریاب د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې وروستیو جګړو د تیرې یوې میاشتې په جریان کې په کندهار کې ۲۲ زره کورنۍ خپلو کورونو پریښوده ته اړ کړي دي.

دریاب د بيځایه شویو کورنیو په اړه وويل: «هغوی ټول له ولسواليو څخه راوتلي او د ښار امنو سیمو ته راغلي دي.«

د می میاشتې له پیل راهیسې هغه مهال چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه خپل وتل پیل کړل، طالبانو د هیواد په مختلفو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړ او په دغې موده کې یې د ځينو سرحدي بندرونو په شمول ګڼ شمیر ولسوالۍ ونیولې.

خبرځای زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ (د جولای ۲۵مه) هم د کندهار ښار په څنډو کې جګړو ادامه درلوده.

ځينې حکومتي چارواکي او آن عام خلک په ځينو مواردو کې پر امنيتي ځواکونو تور لګوي چې دندې يې په ښه توګه نه دي ترسره کړي.

د کندهار د والي مرستيال، لالي دستګیري په دې اړه وويل: «د ځينو امنيتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د پولیسو غفلت د دې ته لاره هواره کړې چې طالبان نژدې راشي.» هغه زیاته کړه: «موږ اوس هڅه کوو چې خپل امنيتي ځواکونه تنظیم کړو.«

اټکل کیږي چې په کندهار کې د جګړو له کبله شاوخوا ۱۵۴ زره خلک بيځایه شوی وي. ځايي چارواکو دغو بيځايه شویو کورنیو ته څلور کمپونه جوړ کړي دي.

د کندهار ولایت د بيځایه شویو له ډلې حفیظ محمد اکبر وويل چې کله يې خپل کور پريښودو طالبانو يې کور نيولی دی.

هغه په دې اړه داسې وويل: «دوی [طالبانو] موږ په زوره له کوره وایستلو. زه اوس د خپلې کورنۍ له شلو غړو سره په يوه کمپ کې چې بیت الخلا نه لري، اوسیږم.«

 کندهاریان انديښنه ښکاره کوي چې ښايي جګړې به نور هم زور واخلي. محمد سید خان چې له خپلې کورنۍ سره د بيځایه شویو په کمپ کې اوسیږي وايي: «که دوی واقعاً جګړه کوي نو باید يوې دښتې ته ووځي او هلته دې جګړه وکړي، ښارونه دې نه ورانوي.» هغه زیاتوي: «حتی که دوی جګړه وهم ګټي، خو د یوه ړنګ شوي ښارګوټی د ساتنې توان نلري.«

کندهار تر کابل وروسته د ۶۵۰ زره اوسیدونکو په لرلو، د نفوس له پلوه د افغانستان دوهم ستر ښار دی.