1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ بورډ: راشد خان د هند پر وړاندې نه لوبیږي

امید دیدار
۱۴۰۲ دی ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، افغان ورو توپ اچوونکی راشدخان د ملا د درد له امله هند سره د لوبو له لړۍ کېنول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4b3Gi
Cricket World Cup 2023 | Afghanistan - Indien
انځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

د کریکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات، دویچه ویله ته وویل، که څه هم راشدخان به هند کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی؛ خو هند سره درېو شل اوریزو لوبو کې به ونه لوبېږي.

سید نسیم سادات وايي، کریکټ بورډ هندوستان سره د لوبلړۍ د نوملړ د اعلان پر وخت هم دا خبر ورکړی و چې «ښايي راشدخان هندوستان لوبو کې ونه لوبېږي.»

راشدخان هند کې د کریکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا د درد له امله تر درملنې لاندې وو او د رپوټونو په حواله نوموړي د ملا جراحي عملیات کړي دي. له همدې امله متحده عرب اماراتو سره د افغان لوبډلې په لوبلړۍ کې هم ونه لوبېده.

افغان لوبغاړی راشدخان
افغان لوبغاړی راشدخان انځور: ISHARA S. KODIKARA/AFP

یو شمېر هندي رسنیو او د کریکټ هندي مبصرینو هم تازه هندوستان سره د افغان لوبډلې له نوملړه د راشدخان د لېرې کېدو خبرونه ورکړي دي.

افغان کریکټ لوبډله د هندوستان  د کریکټ له ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې لري، چې لومړۍ یې سبا پنجشنبه د جنورۍ پر ۱۱ نېټه کېږي. دویېمه لوبه د همدې میاشتې پر ۱۴ او دریېمه هغه به د جنورۍ پر ۱۷ نېټه ترسره شي. دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله په درېو شل اوریزو لوبو کې له هندوستان سره مخ کېږي.

افغان کرکټ بورډ څنګه د محدودیتونو وضع کیدو مخه نیولی شي؟