1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: افغانستان په لومړي ځل ټیسټ لوبه وګټله

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې آیرلنډ ته په ټیسټ لوبه کې په اوو ویکټو ماتې ورکړه. دا لومړی وار دی چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په ټيسټ لوبه يوې لوبډلي ته ماتې ورکوي.

https://p.dw.com/p/3FESF
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په ۲۰۱۷م کال کې د کریکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) بشپړ غړیتوب او کریکټ دریځ تر لاسه کولو وروسته یوه لوبه وګټله.

آیرلنډ او افغانستان ته یو ځای په دغه کال کې د بشپړ غړیتوب دریځ ورکړل شوی وو. تر دې دمخه افغانستان له هند سره د ۲۰۱۸م کال د جون پر ۱۴مه نیټه خپل بخت ازمویلی وو، خو هغه لوبه یي بایللې وه.

د افغانستان لوبډلې د هند په دهرادون راجیو ګاندي، لوبغالې کې له آیرلنډ سره درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه وکړه. د شل اوریزو لوبو لړۍ افغانستان درې پر صفر وګټله او د یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې دواړو لوبډلو دوې، دوې لوبې وګټلې او په دې ترتیب دغه لړۍ مساوي شوه. یوه پنځوس اوریزه لوبه د باران له کبله بې پایلې ختمه شوه. دغه لوبې د افغانستان په کوربتوت تر سره شوې.

خو په ټیسټ لوبه کې د افغانستان لوبډله ډیره ښه وځلیده. د مارچ پر ۱۵نېټه چې کله د آیرلنډ لوبډلې منډو جوړولو ته ملا وتړله نو ټوله لوبډله یي د ۱۷۲ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د افغانستان  له لوري یامین احمدزي او محمد نبي د مخالفې لوبډلې درې، درې لوبغاړي وسوځل. په ځواب کې افغانستان په خپل لومړي اننګز یا پاڼۍ کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه او پر آیرلنډ يې د ۱۴۲ منډو لاس برتوب تر لاسه کړ. په لومړي اننګز کې رحمت شاه پنځوسیزه ووهله، خو بخت ورسره یاري و نه کړه چې خپله سلیزه پوره کړي او په ۹۸ منډو یي خپله ویکټه له لاسه ورکړه. پر دې سربیره حشمت الله شاهدي او لوبډلمشر اصغر افغان هم پنځوسیزي پوره کړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د آیرلنډ لوبډله د خپل لومړي اننګز په پرتله پیاوړې وه او ۲۸۸ منډې یي وکړي. خو د افغانستان لوبډله چې لا تر مخه برلاسې وه، د درو لوبغاړو په سوځیدو سره دغه هدف پوره کړ. په دوهم اننګز کې هم رحمت شاه او احسان الله پنځوسیزي پوره کړې. دا د احسان الله لومړنۍ ټیسټ لوبه وه. د لوبې غوره لوبغاړی هم رحمت شاه شو.

په دوهم اننګز کې راشد افغان لومړنی لوبغاړی شو چې د مخالفې لوبډلي پنځه لوبغاړي یي وسوځول. یامین احمدزي هم درې ویکټې واخیستې.

اسوشتید پرس خبري آژانس د لوبې تر ختمیدو وروسته د افغان لوبډلمشر اصغر افغان، له قوله لیکلي دي: «دا زموږ خوب وو چې ټیسټ لوبه وکړو او نن مو ټیسټ لوبه وګټله. زه د افغانستان او د افغانستان د خلکو له پاره ډیر خوشحاله یم.» هغه د دې بریا له پاره توپ اچونکي په ځانګړې توګه راشد خان، وقار سلام خیل، یامین احمدزی او محمد نبي ستایلي دي.

د ایرلنډ کپتان ویلیم پورترفیلډ، بیا په خپل لومړني اننګز کې کمې منډې د ماتي اصلي علت ښوولی دی. نوموړي خبري آژانس د هغه له قوله لیکلي دي چې په څو ورځنیو لوبو (ټیسټ لوبه) کې د لومړي اننګز څخه ګټه پورته کول مهم دي: «که چیرې موږ د دوهم اننګز په توګه لوبه کړی وای، نو اوس به لوبه بیخي بل ډول وای.»

SR/NZ (sr,ap)