1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا له څلويښتو زياتو هېوادونو سره اړيکي پراخوي

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

کانادا غواړي د آرام سمندر په سيمه کی له هېوادونو سره اړيکي زياتی کړی.

https://p.dw.com/p/4KBbU
G20 Gipfel in Indonesien | Joko Widodo und Justin Trudeau
انځور: Sean Kilpatrick/THE CANADIAN PRESS/empics/picture alliance

کانادا غواړي چې د آرام سمندر په حوزه کې له څلویښتو هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. په دې توګه به د نورو ترڅنگ د متحده ایالاتو سره په سوداګرۍ باندې یو اړخیز تمرکز له منځه ولاړ شي. په ورته وخت کې، په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ سره راکمول یې هم يوه موخه ده. د 1.65 ملیارد یورو معادل پېسې چې د هند - پاسیفیک نوې ستراتیژۍ لپاره په پام کي نيول شوي، يوه برخه به يې د وسلو او سایبري امنیت په ساتلو مصرف شي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو وویل چې د هند - آرام سمندر سیمه د کاناډا په راتلونکي کې مهم او ژور رول لوبوي.