1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«ډنگر انسانان هم د زړه د حملې له خطر سره مخامخ دي»

۱۳۹۷ بهمن ۲, سه‌شنبه

په يوه نوې څېړنه کې ويل شوي دي چې هغه ډنگر کسان چې ډېر وخت په ناسته تيروي، هغوی ته هم د چاغو کسانو په شان د زړه د حملې خطر ډېر دی.

https://p.dw.com/p/3BxSq
Symbolbild Diät
انځور: Fotolia/Gorilla

په دې څېړنه کې پر هغو کسانو تمرکز شوی وو چې وزنونه یې نورمال وي، خو د ورځې زياته برخه ناست وي خو په اوونۍ کې د ورزش يا سپورت له پاره ټاکل شوی هدف يعني ۱۵۰ په نظر کې نيسي. يعني د ورځې زياتره وخت په ناسته تیروي خو په اوونۍ کې تقرېباً دوه ساعته سپورت هم کوي.

کارپوهان وايي چې په دې کسانو کې د هغوی په مقابل کې چې وزنونه یې زيات دي، د زړه د حملې د ښکاريدو خطر ۵۸ سلنه کم وي. خو د عادي وزن هغه کسان چې ورزش نه کوي او يا ډېر کم ورزش کوي، د هغوی د زړه په ناروغيو د اخته کيدو خطر تر زيات وزن لرونکو کم نه وي.

د دې څيړنيز رپوټ د ليکونکي او د فلوريدا پوهنتون د استاد آرچ ماينوس په حواله «نورمال وزن درلودل د روغتيا له پاره بسنه نه کوي.»

نوموړي د رويترز خبري آژانس ته وويل: «ډنگر يا د نورمال وزن لرونکو کسانو ته دا ويل اړين دي چې دوی بايد ورزش وکړي، ځکه هغوی فکر کوي چې روغ دي او ورزش ته اړتيا نه لري، خو هغوی په دې ناسم فکر سره کولی شي ډېر زيان وويني.»

ماينوس وايي چې «له فزيکي پلوه آرام ژوند په منځني او زيات عمر لرونکو کسانو کې د عضلاتو حجم او قوت ته زيان رسوي.»

په دې څېړنه کې ۴۰ او ۷۹ کالو ترمنځ عمر لرونکي کسان شامل کړل شوي ول چې د زړه تکليفونه یې نه درلودل.

زموږ له آرشيف څخه: