1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چینايي سوداګرو په ننګرهار کې د ډبرو بازار جوړوي

امید دیدار
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۳, جمعه

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي چې د چین ځینو سوداګرو په ننګرهار ولایت کې د قیمتي ډبرو برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4BGNj
Pakistan Smaragdmine im Swat Tal
انځور: DW/A. Bacha

ویل شوي چې چینايي سوداګر په ننګرهار کې د قیمتي ډبرو د یوه بازار جوړول غواړي او په دې برخه کې دغو سوداګرو د طالبانو له حکومت سره لومړۍ ناستې کړي او اوس دې کارونو ته په زمینې برابرولو اخته دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ رئیس عبدالبصیر پاچا وايي، د خپل حکومت له مرکزي ادارې سره په هماهنګۍ یې یو شمېر چینايي سوداګرو سره ناسته کړې او هغوی زړه ښه کړی، چې په ننګرهار کې د قیمتي ډبرو په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي، چینايي سوداګرو ته یې د هغوی د وړاندیز له مخې کاري جوازونه ورکړي او په دې برخه کې د طالبانو حکومت هغوی ته د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د ننګرهار د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسئولینو هم منلې چې چینايي سوداګرو په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو بازار جوړونې او په دې برخه کې پانګونې ته سینه ډبولې ده.

Pakistan Smaragdmine im Swat Tal
آرشیف انځورانځور: DW/A. Bacha

د دې خونې ویاند شاکرالله ساپي دویچه ویله ته وویل چې د ننګرهار سوداګرۍ خونه د چین او نورو هيوادونو سوداګرو ته د کاري بستر او پانګونې زمینې برابرولو په برخه کې پوره همکاري کوي.

هغه وویل:« څو ورځې وړاندې د چین سوداګر راغلي وو، د صنعت او سوداګرۍ له مسئولینو سره یې ناستې وکړې. دوی د قمیتي ډبرو په برخه کې پانګونه کوي او قیمتي ډبرو ته یو بازار هم جوړوي.»

شاکرالله ساپي زیاته کړه، د ختیځو ولایتونو او په ځانګړي ډول د ننګرهار قیمتي کاڼي باکیفیته او په نړیوال بازار کې ښه نوم لري، نو ځکه خو چینايي سوداګرو په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د سوداګرۍ خونې ویلي، د چینايي سوداګرو له لوري جوړېدونکی بازار به د هيواد په کچه وي او له نورو ولایتونو به هم ورته قیمتي کاڼي راوړل کېږي.

ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان، نفرایټ، لاجورد، کرومایټ او نورې قیمتي ډبرې لري. داسې راپورونه هم شته چې دغه کاڼي اوس او په تېرو کلونو کې تر ډېره په ناقانونه او خپلسري ډول ایستل کېږي او بیا بهرنیو هيوادونو ته قاچاقېږي.

د ننګرهار یو سوداګر ډاکټر مخلص دویچه ویله ته وویل، که چېرې چین رښتیا هم په ننګرهار کې د قیمتي کاڼو په برخه کې پانګونه وکړي، نو دا کار د دې تر څنګ چې له اقتصادي اړخه افغانستان او افغانانو ته ګټه رسوي، په نورو هيوادونو کې سوداګرو ته دا انګېزه ورکولی شي، چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، په اقتصادي برخه کې پانګونې چې په هره برخه کې وي، د سوداګرو او ولسي خلکو له پاره د کار موکو په برابرولو کې رغنده رول لري.

 Afghanistan Smaragde
آرشیف انځورانځور: ZDF

د ډاکټر مخلص په باور، اوس په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره ده، نو ځکه خو چینايي سوداګرو په ننګرهار کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

د ننګرهار دې سوداګر زیاته کړه، اوس په ننګرهار او نیږدې ټول هيواد کې کانونه په غیرمسلکي ډول کیندل کېږي او که چېرې چینايان په دې برخه کې پانګونه وکړي، نو په مسلکي ډول به افغان سوداګرو ته هم اسانتیاوې رامنځته شي.

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي جان اغا دویچه ویله ته وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه لوړېږي، د چینايي سوداګرو دا ګام د خلکو پر ژوند مثبت اغېز لرلی شي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت اوس په دغه هيواد کې امنیتي حالت ښه بولي او ډاډ ورکوي، چې پانګونې ته یې زمینه برابره کړې؛ خو د نړیوالو له لوري په رسمیت نه پېژندل، غیرعادي بانکي سیستم، د افغانستان راتلونکی نامالوم برخلیک او ګڼې نورو ستونزې شته، چې د پانګونې پرمخ خنډونه بلل کېږي.

Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

ویل شوي، که د طالبانو حکومت او چینايي سوداګر په دې برخه کې موافقې ته ورسېږي او چینايي سوداګر پانګونه وکړي، نو له اقتصادي اړخه به ننګرهار او ټول ختیځ ته ګټوره وي او هم به سلګونو کسانو ته د کار موکې برابرې شي.

په افغانستان کې د جمهوري حکومت له پرځولو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم اقتصادي حالت مخ پر ځوړ بلل شوی؛ خو د چارو د شنونکو په باور اوس د پانګونې په برخه کې د طالبانو د حکومت سترګې یوازې همدې چین ته دي.

چین تر دې مخکې په نورو برخو کې هم د پانګونې ډاډ ورکړی دی.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ولسي وګړیو پر اقتصادي حالت اندېښنه ښودلې ده.