1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

چارواکي: په ننګرهار کې طالبانو اووه افغان پولیس وژلي

۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې تیره شپه په ننګرهار ولایت کې طالبانو پر یوې پوستې باندې برید کړی دي او اووه پولیس یې وژلي دي. طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/31Vft
Afghanistan Taliban in der Provinz Nangarhar
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gal

اسوشتید پرس خبري آژانس د ننګرهار ولایت د پولیس د مشر غلام ثنایي ستانکزي، له قوله لیکلي دي چې دغه برید د یکشنبې په شپه په غني خیلو ولسوالۍ کې شوی دی.

د هغه په خبره په برید کې پنځه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي. د ننګرهار د پولیس مشر زیاته کړې ده چې په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه د حکومتي هوایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ۲۰ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه د غني خیلو او همداشان د خوګیاڼۍ ولسوالۍ د پیښو په هکله څه نه دي ویلي.

همدا د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د کلیو او پراختیا چارو وزارت مخې ته ځانمرګي برید اووه تنه ووژل او نور ۱۵ یې ټپیان کړل.

طالبانو په وروستیو وختونو کې په داسې حال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې افغان حکومت له دې ډلې سره د سولې د خبرو اترو پیلولو هڅې پراخه کړې دي. که څه هم ولسمشر غني طالبانو ته وړاندیز کړی دی چې دغه ډله به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپیژني او آن د اساسي قانون په اړه به ورسره بحث وکړي، خو طالبان وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي. دغه ډله دا هم وایي چې له کابل سره نه، بلکه یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره د روغې جوړې خبرو ته چمتو ده.