چارواکي: په عملیاتو کې تر ۶۰ ډیر یاغیان وژل شوي
۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه
د کندز ولایت د پولیسو ویاند سید سرور حسیني، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو دغه گډ عملیات په روانه اوونۍ کې د امام صاحب په ولسوالۍ کې په لاره اچولي وو.»
هاشمي زیاته کړې ده: «په عملیات کې ۶۳ یاغیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپیان دي.» د دغه افغان چارواکي په حواله د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنو افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.
هاشمې زیاته کړې ده چې د تصفیه وي عملیاتو په ترڅ کې درې کلي له طالبانو پاک شوي دي. کندز د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې یاغیان په کې په نسبي توگه ډیر فعالیت لري. د دغه ولایت امنیتي مسوولیتونه تر دې مخکې له آلماني ځواکونو څخه افغانانو ته لیږدول شوي وو. طالب جنگیالیو لا تر اوسه پورې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې چاودنې دوه تنه هغه ټپیان کړل. چاودنه په یوه موټر کې د بار شویو چاودیدونکو موادو له کبله رامنځته شوې ده. افغان چارواکو ویلي چې کیدای شي یاغیانو غوښتل دغه موټر کومې دولتي ودانۍ ته نزدې والوزوي، خو هغه خپل هدف ته تر رسیدو مخکې د کابل د هوایي ډگر پر سړک باندې چاودلی دی.
د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي: «په دې پیښه کې د پولیسو یو افسر او ملکي وگړی ټپیان شوي دي.»