1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان، د طالبانو پر ضد گډه مبارزه غواړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۲۲, دوشنبه

افغانستان غواړي له دغه هيواد څخه د دباندیو عسکرو تر وتلو وروسته د تروريزم پرضد مبارزه کي له خپل گانډي هيواد پاکستان سره گډ کار وکړي.

https://p.dw.com/p/1EIso
انځور: ARG

د افغانستان د جمهور رئيس يوه وياند د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنوري ۱۲مه) په کابل کي ويلي دي، چي جمهور رئيس غني د پاکستان د استخباراتو له مشر رضوان اختر سره په ليدنه کتنه کي پردې باندي بحث کړی دئ چي «څرنگه کولای سي له تروريزم سره په مبارزه کي گډ تلاښونه وکړي.»

دغه ملاقات د يکشنبې په ورځ په کابل کي سوي دي. د دغي غونډي په اړه نور جزئيات ورکړل سوي نه دي. دغه غونډي د دې سيگنال ورکوي چي گويا د دواړو هيوادونو په اړيکو کي دي ښه والی راغلی وي.

تر دغي ليدني کتني څو ورځي دمخه د پاکستان د پوځ مشر راحل شريف هم افغانستان ته سفر کړی وو، او له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ئې په سيمه کي د وسله والو طالبانو پرضد د گډي همکارۍ په اړه خبري اتري کړي وې.

له تيرو څو کالو راهيسي دواړو هيوادونو يو پر بل باندي په خپله خاوره کي و ترهگرو ته د پټنځايونو د زمينې برابرولو تورونه لگول.

د پاکستان پوځ له کلونو راهيسي له افغانستان سره په سرحد کي د پاکستاني طالبانو پرضد تعرضي عمليات پيل کړي دي. ويل کيږي چي د دغو عملیاتو په جريان کي ډېر وسله وال د پټېدو له پاره افغانستان ته اوړي، خو بر عکس بيا افغان طالبان په پاکستان کي پټيږي.

د وسله والو طالبانو دواړي ډلي، يعني پاکستاني او افغاني طالبان په يو بل پوري اړه نه لري.

د ۲۰۱۴م کال تر پايه پوري ناټو له افغانستان څخه خپل تقريباً ټول جنگي لښکر وایست او د دغه هيواد امنيتي مسئوليت ته اوس يوازي افغانان امنيتي ځواک اوږه ورکړې ده.