شخړي
چارواکي: د طالبانو بريد په بغلان کې ۲۵ تنه وژلي
۱۳۹۸ تیر ۸, شنبهاعلان
د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي رسنيو ته ويلي دي چې د ياغيانو په دغه بريد کې اته تنه نور ټپيان شوي هم دي. نښتې د جمعې په ماښام په نهرين ولسوالۍ کې شوې دي.
د پوليسو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، دغه درنه مرګ ژوبله تائید کړې ده. طالبانو سمدلاسه د بريد پړه نه ده منلې، خو په دې وروستيو کې دغې وسله والې ډلې پر افغان امنيتي ځواکونو باندي خپلو يرغلونو ته زور ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن (د ۲۰۱۹ کال د جون مياشتې په ۲۹مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې په اړه خبرې اترې بيا پيليږي.
N.S/N.Z(AP)