1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځينو طالبانو وسلې په کتابونو بدلي کړي

۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

د طالبانو ځيني جنګيالي ښاري ژوند ته په راتګ سره وسلې پر مځکه ايښي او زده کړي يې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4FPOQ
Afghanistan Kabul Buchhandlung Bücherei Bildung Kultur Buchladen
انځور: Hussain Sirat

ګل اغا جلالي خپلې شپې د بمونو په ښخولو تېرولې په دې هیله چې یو افغان حکومتي عسکر او یا تر دې هم ښه، یو بهرنی عسکر په نخښه کړي.

دغه ۲۳ کلن جلالي اوس انګلیسي زده کوي او په پلازمېنه کابل کې د کمپیوټر ساینس په یوه کورس کې شامل شوی دی.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت کارکوونکی جلالي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «کله چې زموږ هېواد د کفارو له خوا اشغال شوی و، موږ بمونو، هاوانونه او توپکو ته اړتیا درلوده، خو اوس تعلیم ته ډیره اړتیا ده.«

د تیر کال په اګست میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره، په سلګونو جنګیالي بیرته ښوونځي ته ستانه شوي دي یا په خپل خوښه او یا یې د قوماندانانو له خوا هڅول شوي دي.

Afghanistan Taliban Kämpfer im Vergnügungspark in Qarghah, nah Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د »طالبان« کلمه له عربي څخه راغلي چي معنی يې »زده کوونکي« ده. دغه نوم په ۱۹۹۰م کلونو کي له ديني مدرسو څخه راووت. زیاتره طالب جنګیالیو په دغو مدرسو کې زده کړې کولې چیري چې زده کړې تر ډیره حده د قرآن کریم او نورو اسلامي موضوعاتو پورې محدودي وې.

ډېر محافظه کاره افغان دیني عالمان په ځانګړې توګه طالبان عصري زده کړو ته د شک په سترګه ګورې.

جلالي چې پنځه کاله یې بمونه خښ کړي اوس د لسګونو طالبانو په ډله کې په ټرانسپورټ وزارت کې کمپیوټر زده کوي. هغه وایې: «نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، موږ ټکنالوژۍ او پرمختګ ته اړتیا لرو.»

د طالبانو ویاند بلال کریمي وایې، د جلالي په څېر د جنګیالیو زده کړو ته لیوالتیا دا ښیې چې افغان ځوانان ښوونځي ته د تلو علاقه لري. هغه فرانسې خبري آژانس ته وويل: »ډېر هڅول شوي مجاهدین چې خپلې زده کړې یې نه وې بشپړې کړې اوس په تعلیمي موسسو کې د خپلې خوښې زده کړې کوي.«

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم ښوونه او روزنه په یوې لویه ستونزه بدله شوې ده. د دغې ډلې د واکمنۍ یو کال پر پوره کیدو دی خو لا هم د نجوڼو منځنی ښوونخی تړلي دي.

په داسې حال کې چې پخوانی نصاب تر ډېره پورې یو شان پاتې دی، خو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د موسیقۍ او مجسمو زده کړې لغوه شوې او یو لامل یې هم دا دی چې د هیواد ډېر استادان وتلي او پوهنتونونه د ښوونکو له کمښت سره مخ دي. خو د جلالي په څېر یو شمېر طالب وسله وال بیا لوی پلانونه لري.

د کابل ښار په یوه انستیتیوت کې چې مسلم نومیږې شاوخوا ۳۰۰۰ محصلین لري چې نیمایي یې ښځې دي او شاوخوا ۳۰۰ طالب جنګیالي هم پکې دي.

د فرانسې خبري آژانس په دغه انستيتيوت کي د راپور جوړولو پر مهال ليدلي چي د درس وروسته څرنګه يوه طالب له يوې بلي خوني څخه توپنچه راواخيستله. د انستیتوت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: »کله چې دوی راورسیږي، دوی خپلې وسلې سپاري. دوی نه له  زور کار اخلې او نه له خپل موقف څخه ګټه پورته کوي.«

امان الله مبارز  یو بل افغان ځوان دی چې په ۱۸ کلنی کې له طالبانو سره یو ځای شوی وو، خو د زده کړو هیله یې هیڅکله نه وه پرې ایښې. مبارز چې اوس ۲۵ کلن دی او نغواړې د طالبانو سره د خپل کاري موقف په هکله څه ووایې، وایې چې «د هند د یوې بورس له پاره مې آزموینه ورکړې وه، خو د کمزورې انګریزي له کبله ناکام پاتې شوم«.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل