1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليسو يو ځوان د تويتر د هک کولو په تور نيولی دی

۱۳۹۹ مرداد ۱۱, شنبه

په دغه بې ساري انترنېټي بريد کې د مشهورو کسانو حسابونه هک شوي ول: بارک اوباما،‌بل ګيتس او ايلن ماسک هم له دغې ډلې څخه دي.‌اوس د دغه هک شکمن طراح نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3gG88
Twitter Logo
انځور: picture-alliance/AP Images/STRMX

د فلوريدا يو ‍‍۱۷ کلن ځوان د جولای مياشتې د نيمايي د پراخ هکري بريد تر شا ښايي‌ولاړ وي چې د مشهورو کسانو حسابونه يې هک کړي ول. دغه ځوان د فلوريدا آيالت د لويديځ ساحل په تامپا کې ونيول شو. څارنوال انديو وارن ويلي دي چې نوموړی د پخواني ولسمشر‌بارک اوباما، د مايکروسافت د شرکت بنسټ‌ايښودونکي بل ګېتس او د تسلا د مشر ايلن ماسک پر تويتري حسابونو د هکري بريد تر شا «مخکښ تن» دی. د فلوريدا څارنوالي د ده په وړاندې تحقيقات کولی شي ځکه چې هغه د ځايي قوانينو له مخې د لويانو د قانون له مخې بايد ځواب وايي. دغه کار د متحده آيالاتو د فدرالي قانون له مخې امکان نه لري چې کېدای شي د سزا شدت يې کم وای.

سخته سزا

د متحده آيالاتو د فدرالي‌قانون له مخې د دوو نورو مشکوکو کسانو په وړاندې هم پلټنې روانې دي. هغه يو ۱۹ کلن تن له بريتانيا او يو ۲۲ کلن بل سړی د فلوريدا له اورلاندو څخه دي.‌بريتانوی چې مستعار نوم يې »چېون» په ګوته شوی، په دې تورن دی چې د درغلۍ، د پيسو د مينځلو او خوندي کمپيوټرونو ته د لاسرسي جرمونه يې تر سره کړي دي. کېدای شي نوموړي ته ۴۵ کاله بند متوجه وي.

Kombibild - Jeff Bezos, Bill Gates & Warren Buffet
د هیکر برید د قربانیانو انتخاب: جیف بیزوس (په انځور کې د کیڼې خوا) ، بل ګیټس (مینځنی) او وارن بفټ (ښي خوا)

بل تورن يو امريکايی دی چې آنلاين مستعار نوم يې «رولکس» دی. هغه يوه خوندي کمپيوټر ته د لاسرسي پيدا کولو په مرستې او همکارۍ تورن دی چې کېدای شي پنځه کاله بند ورته متوجه وي.

په دغه بې ساري تويتري بريد کې د ډېرو مشهورو کسانو حسابونه هک شوي‌ول، چې د نورو تر څنګ پکې ولسمشرۍ ته کانديد، جو بايدن او د رپ سندرغاړی کېني وېسټ‌، د آمازون شرکت بنسټ‌ايښودونکی جېف بېزوس او پانګوال وارن بافت هم شامل دي. د ځينو شرکتونو حسابونه لکه د اپل شرکت حساب هم هک شوي دي. له دغو حسابونو داسې تويتونه کېدل چې پر کارونکو يې غږ کاوه چې د بيټ کوين پولي واحد دې يو خاص بانکي حساب ته تحويل کړي. له دې سره دغه ژمنه هم تړلې وه چې دغه مقدار به ورته په دوه چنده توګه بېرته وکول کيږي.‌د پلټونکو د څرګندونو له مخې هکرانو له دې لارې څه باندې ۱۰۰ زره امريکايي ډالر راټول کړي ول.

rb/mak (afp, ap, dpa, rtr)