1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلیفورنیا کې پر خلکو ډزو کې ۴ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۹, یکشنبه

د امریکا په کلیفورنیا کې د شنبې په شپه د مېلمستیا په یو سالون کې پر خلکو ډزې شوي چې د پولیسو په خبره ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. پولیس وايي ډزې د یوې کورنۍ پر غړو شوې او دا ېې یوه «هدفي پېښه» بللی ده.

https://p.dw.com/p/54VXy
د شنبې په شپه د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۹مه د امریکا په سن فرانسیسکو کې د یو سالون په منځ کې پر خلکو ډزې وشوې د پېښې ځای ته پولیس راغلي
په کلیفورنیا کې د مېلمستیا په یو سالون کې پر خلکو ډزې شوي چې د پولیسو په خبره ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان ديانځور: Ethan Swope/AP Photo/picture alliance

په سیمه کې د پولیسو یو ویاند هيتر برینت چې خبریالانو ته ېې د پېښې په تړاو تازه حال ورکاوو وویل چې ډزې د ماښام له ۶ بجو لږ مخکې د کالیفورنیا په ستاکون کې د مېلمستیا سالون په منځ کې شوي دي. ستاکون د سن فرانسیسکو په شمال شرق، سن واکین علاقه کې دی.

د برینت په خبره په ډزو کې وژل شوي کسان «تنکي ځوانان او بالغان» دي چې ځايي روغتون ته وړل شوي او زیاته ېې کړه چې د برید په هکله معلومات لږ دي.

د برید په تور تر اوسه کوم څوک نه دی پېژندل شوی.

نور ولولۍ:  د واشنگټن بريد ته غبرگونونه: ټول باید د یوه فرد له وجې مجازات نه سي

هغه وویل: «د اوس له پاره چې کوم څه موږ ېې تائیدولی شو دا دي چې دلته د میلمستاو یو هال موجود دی چې کورنۍ په کې خپل محفلونه نیسي. موږ په دغو ډزو کې ۱۴ قربانیان لرو، چې څلور یې مړه دي.»

هغه زیاته کړه: «لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې ممکن دا یوه هدفي پېښه وي. د څېړونکو تحقیقات ادامه لري.»

د سن واکین د پولیسو دفتر پر ټولنیزې رسنۍ په خپور شوي یو پُست کې ویلي چې چارواکو «تحقیقات پیل کړي تر څو د دغې تراژيدۍ انګېزه پیدا کړي.»

نور ولولۍ:  په امریکا کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي یو بل ټپی دی

پولیسو پر خواله رسنۍ په يو پُست کې له خلکو غوښتي که د پېښې په تړاو معلومات یا ويډیو لري او یا ېې د پېښې کومه برخه ليدلي وي د دوی له دفتر سره ېې په اړيکه کې شي. د کلیفورنیا والي گوین نیوسام هم پر خواله رسنۍ پر دغې پېښې غبرګون ښوولی دی.

په امریکا کې د «ګن وایلنس آرشیف» په نوم ډلې پر اساس چې وسله والې پېښې ثبتوي، د روان میلادي کال له پېل راپدېخوا په امریکا متحده ایالاتو کې د ستاکون د شنبې شپې برید په ګډون ۵۰۴ ډلیز بریدونه شوي دي.

نور ولولۍ:  په نیويارک کې د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي