1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين ته د منع شويو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذف مشوره

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

د روسیې د تاس خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هیواد ادارو پوتین ته مشوره ورکړې چې کولای سي د افغانستان طالبان د منع شويو ډلو له لیست څخه لیري کړي. روسیې همدارنگه طالبان په سنت پیترزبورگ کې یوې اقتصادي ناستي ته رابللي دي.

https://p.dw.com/p/4gKPe
حضور اعضای طالبان در نشستی در مسکو در اکتوبر ۲۰۲۱
آرشیف: د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کی د مسکو په غونډه کی د طالبانو د غړو حضورانځور: Alexander Zemlianichenko/AP/picture alliance

د تاس د خبري آژانس د دوشنبې ورځې د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو پوتین ته مشوره ورکړې ده چې کولای سي د افغانستان طالبان د مسکو د منع شويو ډلو له لیست څخه لیري کړي.

د منع شويوډلوله لیست څخه د طالبانو په حذفولو سره، دغه ډله د روسیې له خوا سترې کلنۍ اقتصادي ناستی ته دعوت سوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روان کال په اپریل کې ويلي وو چې د ملگرو ملتو له ترهګریزو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو حذف کول تر ارزونی لاندي نیسي.

روسیې که څه هم تر اوسه د طالبانواداره په رسمیت نه ده پیژندلې، خو له دغې ډلې سره نیژدې تعامل لري او په ۲۰۲۲ م کال کې یې په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.

د تاس د خبري آژانس د رپوټ په حواله، د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي ضمیر کابلوف، د می میاشتي پر ۱۶ مه نیټه د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو له زیاتیدو څخه خبر ورکړ او يې ویل:«زما مقصد دا نه دی چې طالبانزموږ لومړۍ درجه دوستان دي، خو په څرګند ډول مو دښمنان نه دي.»

د تاس خبري آژانس همدارنگه زیاته کړې چې روسیې له طالبانو غوښتي چې د اقتصادي فوروم په غونډه کې چې د جون په میاشت کې په سنت پیترزبورگ کې جوړیږي،  گډون وکړي.

د سنت پیترزبورگ نړیواله ناسته به یو وخت د لویدیځو شرکتونو د مشرانو، له لندن او نیویارک څخه د بانک لرونکو او پانگوالو کوربه وه خو د  اوکراین د جگړې په پیل کیدو سره دې چې په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د توغندیز کړکیچ راهیسي له لویدیځ سره یې د روسیې په اړیکو کې تر ټولو ستر بحران رامنځته کړ، تغیر کړی دی.

روسیې په ۲۰۰۳م کال کې طالبان د یوه ترهگریز سازمان په توگه درجه بندي کړل، خو بیا هم دغه هیواد په غیر رسمي ډول له دغی ډلې سره اړیکه درلوده. دا په داسي حال کې ده چې روسي چارواکو په افغانستان کې د ترهگرو ډلو د موجودیت په هکله خپله اندیښنه څرگنده کړې ده.

آیا روسیه د افغانستان د کړکیچ په حل کې مرسته کولای شي؟

gp/bs (Reuters)