په کندهار کې موټر بم ۱۲ امنیتي ځواکونه وژلي دي
۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبهد کندهار د پولیسو ویاند احمد ضیا دراني، وویل چې چاودنه د معروف ولسوالۍ مرکز ته نزدې د چهارشنبې په ورځ رامنځ ته شوه چې پکښې پولیس او ملي امنیت ادارې غړي وژل شوي دي. په پیښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي.
برید کوونکو یو هاموي ډوله موټر کارولی دی، چې تر دې مخکې له افغان ځواکونو څخه تښتول شوی وو. له چاودیدونکو موادو دغه ډک موټر له پوستې سره تر جنګیدو وروسته چولی دی.
د امریکا متحدو ایالاتو پوځ افغان ځواکونو ته په زرونو هاموي ډوله موټر ورکړي دي. خو طالبان بیا د کلونو په جریان کې توانیدلي دي چې د دغو موټرو ډېر له امنيتي ځواکونو څخه ونيسي.
طالبانو ویلي دي چې د معروف ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی، خو دراني او د کندهار د ولایتي شورا دوو غړو حاجي اغا لالی دستګیري او حاجی سعید جان خاکریزوال، دغه ادعا رد کړې ده.
دستګیري ویلي دي: «د ولسوالۍ مرکز ته نزدې جګړه روانه ده، خو د ولسوالۍ په مرکز کې بیا هیڅ هم نه دي پیښ شوي.»