1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کي چاودني ملکيان وژلي دي

۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبه

د کندهار ښار د مستريانو په يوه سرای کي چاودني ۳ کسان وژلي او ۱۳ نور ټپيان کړي دي. د چاودني علت تر اوسه پوري روښانه نه دی او مسئوليت ئې هم چا منلی نه دی.

https://p.dw.com/p/2yZm9
Afghanistan Autobombe in Kandahar
انځور: picture-alliance/Photoshot

د کندهار د والي وياند داؤد احمدي دويچه ويله ته وویل چي چاودنه د چهارشنبې په ورځ سهار د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي میوې مارکېټ ته نژدې د مستريانو په سراى کي سوې ده.

هغه زياته کړه چي په دې چاودنه کي ۳ مستريان وژل سوي او د دغه سرای ١٣ نور کارکوونکي ټپیان سوي دي.

احمدي وايي د چاودني څرنګوالى معلوم نه دی، د پوليسو ټيم ساحې ته رسېدلى او د پيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.

د کندهار د ميرويس روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښولو په شرط دویچه ویله ته وویل چي د پيښي له ځايه يې دوی ته ١٣ ټپیان او ۳ جسدونه ور وړي دي. یاده سرچینه وايي چي په ټپیانو کي د ۶ تنو حالت خراب دی.

د پيښي مسؤلیت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی نه دی.

دا په داسي حال کي ده چي تیره اوونۍ هم په کندهار ښار کي کانټینر بم چاودني تر ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چي اکثره يې ملکیان ول.