په کندز کې ۱۵ پولیس وژل شوي دي
۱۳۹۸ مهر ۳۰, سهشنبهپه کندز کې ځايي چارواکي وايي چې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې باندې د طالبانو په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني د سه شنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل چې د دوشنبې په ماښام د طالبانو په دغه برید کې دوه تنه پولیس سرتیري ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره دغه پیښه د دې ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
رباني زیاتوي چې د طالبانو تر برید وروسته کابو یو ساعت جګړه هم شوې ده. بل لوري ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
طالبان په کندز ولایت کې قوي حضور لري او تر دې مخکې یې هم څو ځله د دې ولایت د نیولو په موخه جګړې کړي دي. په ۲۰۱۵م کال کې تر یوې شدیدې جګړې وروسته، د کندز ولایت مرکز د محدود وخت له پاره د طالبانو لاس ته ولوید چې بیا وروسته د پوځي عملیاتو په نتیجه کې یاد ښار بیرته د طالبانو له شتون څخه پاک شو.
AP - K.H-NZ