په کندز کې د طالبانو په بريد کې يوولس پولیس وژل شوي
۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعهاعلان
د آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ (د دسمبر ۶مه) د کندز د ولايتي شورا غړو مولوي عبدالله او سیف الله نوري په حواله رپوټ ورکړی دی، چې طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې د پولیسو لږ تر لږه پر دوو پوستو باندې حملې تر سره کړي دي.
اميري زياته کړه چې په د طالبانو په دغو بريدونو کې څلور تنه افسران ټپيان شوي هم دي او طالبانو لږ تر لږه درې تنه نور له خپل ځان سره بيولي دي.
د کندز امام صاحب ولسوالۍ د دغه ولايت په شمال کې د امو سيند پر غاړه او د تاجکستان هيواد سره پر ګډه پوله پرته ده چې له کلونو راهيسې په کې وسلوال طالبان فعال دي.
د رپوټونو پر اساس، د تیرې ميلادي میاشتې (نومبر) په شلمه نيټه هم طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو بريد کې ۱۲ تنه پولیس وژلي وو.