1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې د وروستي برید په تړاو اوه افسران له دندو ګوښه شول

۱۳۹۶ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، څه موده وړاندې په کابل کې پر پوځي اډې باندې د برید په تړاو اوه پوځي چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړي. په دغو افسرانو کې پر نورو سربیره دوه جنرالان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2sBfp
Afghanistan Angriff auf Militärbasis in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د جنورۍ میاشتې په ۲۹مه نیټه سهار وختي لږ تر لږه پنځو وسلوالو کسانو په پلازمېنه کابل کې د پوځي اکاډمۍ تر څنګ پر امنیتي پوسته باندې برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۱ عسکر ووژل شول او نور ۱۶ تنه ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش تندلارې ډلې پر غاړه اخیستی وو.

د ارګ له لوري په خبره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې د ولسمشر د لار ښوونې پر بنسټ، د کابل پر ۱۱۱ فرقې د تروریستي برید د څیړولو له پاره یو پلاوی ټاکل شوی وو. زیاته شوې ده چې د د راپور د وړاندې کولو وروسته پریکړه وشوه چې «د دوو جنرالانو په ګډون اوه لوړ رتبه مقامات د وظیفوي غفلت له امله له دندو ګوښه او عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپیژندل شي.»

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د غني حکومت چې د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن دی په وروستیو وختونو کې د طالبانو او داعش له لوري په کابل کې د بریدونو وروسته د خلکو له فشار سره مخامخ دی چې په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.

د جنورۍ له شلمې نیټې راهیسې یاغیانو په کابل کې پر انتر کانتیننتل هوټل باندې برید وکړ، صدارت څلور لارې ته څیرمه یي د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه وکړه او پر پوځي اډې وسلوالو یرغل وکړ. د دغو ټولو بریدونو په پایله کې تر ۱۳۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغو بریدونو کې د امبولانس په واسطه تر سره شوی یو برید هم شامل وو چې پکښې تر سلو تنو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغو وروستیو بریدونو د افغانانو غوسه لا پسې زیاته کړې ده.

په کابل کې د نورو احتمالي بریدونو له کبله لا هم لوړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې یو لارۍ موټر یې نیولی دی چې په خبره یې پکښې داسې دوه ټنه مواد وو چې د بمونو په جوړیدو کې ترې کار اخیستل کیدای شي.

نوموړي خبري آژانس د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې موټر له کابل څخه پروان ولایت ته روان وو، چیرې چې د امریکایي ځواکونه پوځي اډه موقعیت لري.