کابل: د ماين چاودنې پنځه تنه ټپيان کړي
۱۴۰۰ آذر ۹, سهشنبهرويټرز خبري آژانس د آریانا نيوز تلويزيون په حواله لیکي چې دغه چاودنه پر يوه هايلکس ډوله موټر شوې ده.
په رپوټ کې د پيښې په اړه ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي او چارواکو هم په پيښه کې د مرګ ژوبلې ارقام په رسمي توګه نه دی تائيد کړی.
خو تر دغه رپوټ وروسته دویچه ویلې په دې اړه د جزيياتو د ترلاسه کولو په موخه د طالبانو د داخله وزارت له ویاند، سعيد خوستي، څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه. خوستي وويل چې دغې چاودنې «کوم ځاني او مالي زیان» نه دی اړولی. هغه وویل چې دغه ماین د دارالامان سړک په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوی وو.
له کله چې په اګست مياشت کې طالبان واک ته رسيدلي کابل ښار د په کراتو د چاودنو شاهد پاتې شوی دی.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې په یوه ورته چاودنه کې د آریانا تلويزيون يو ځوان خبريال ووژل شو.
په کابل کې له دې پېښو تر ټولو خونړۍ یې د نومبر مياشتې په پیل کې، په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون يوه وسله واله حمله وه چې مسئوليت يې داعش ډلې منلی وو. د هغه وخت په رپوټونو کې ويل شوي وو چې په دغه حمله کې د طالبانو د يو لوړپوړي قوماندان په شمول نژدې شل تنه وژل شوي ول.