په کابل کي چاودني ۱۴ کسان وژلي او ۱۴۵ ټپيان سوي دي
۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبهد افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د کابل په لوېديځ کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي په موټربم چاودنه کي سخته مرگ ژوبله رسېدلې ده چي ډيری يې ملکيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي وژل سوي کسان ۱۰ ملکيان او څلور پوليس دي. په ټپيانو کي يې ۹۴ کسان ملکيان دي چي ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي.
تر دې مخکي د افغانستان د روغتيا وزارت د نژدې ۴۰ کسانو د ټپيانېدو خبر ورکړی وو، چي ډيری پکښې ملکيان ياد سوي ول.
د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته ويلي دي چي «په لسونو عسکر او پوليس يې وژلي دي«. هغه ويلي دي چي «دغه بريد د دښمن د جلب او جذب پر مکز» سوی دی.
طالبانو ويلي دي چي دوی په يوه لارۍ موټر کي ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي د پوليس د مرکز مخي ته چولي دي.
عيني شاهدانو ويلي دي چي چاودنه دومره زوروره وه چي د کابل په ډيرو ليرو سيمو کي يې د کورونو او ودانيو ښيښې ماتي کړي دي.
(n.z/m.j(dpa,Afp