1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په چین کې په کاریګرو جبراً ادرار څښل شوي

۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبه

په چین کې د کورونو د ترمیم یوه چینايي شرکت خپل هغه کارگر چې ورته سپارل شوي کارونه یې پر وخت سرته نه ول رسولي، د ادرارو څښلو، د سرو ګونګټو خوړلو او یا په کمر بند وهلو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/37uMs
Internationaler Frauentag - Frauen in typischen Männerberufen Weltweit
انځور: Reuters/J. Lee

د چین دولتي رسنۍ د دې هیواد پر ټولنیزو رسنیو باندې د خپرو شوو انځورونو او ویډیوګانو په حواله لیکلي چې دغه شرکت خپل یو شمیر نور کارکوونکي سر خریولو یا په کاسه کې له تشناب څخه اوبو څښلو ته اړ شوي دي. د یادې رسنۍ په حواله پر دې سربیره د دغو کاریګرو معاشونه هم یوه میاشت ځنډول شوي دي.

د چین دولتي رسنۍ د دې هیواد په جنوب غربي ګیوزژو ولایت کې د هغو کاریګرو په حواله چې په دغه شرکت کې له کار کولو لاس په سر شوي، ویلي دي چې ټولې دغه راز سزاګانې د نورو کاریګرو په مخ کې اجرا او عملي شوي دي.

سربیره پر دې د دې شرکت هغه کاریګر چې د کار پرمهال یې چرمي بوټان نه وو پر پښو کړي او یا یې د کار پرمهال رسمي کالي نه وو په تن کړي، دوی۷،۲۰ ډالره جریمه کړل شوي دي. د چین د دولتي رسنۍ په حواله د دغو سزاګانو سربیره، د یاد شرکت ګڼ شمیر کارکوونکي لا هم له دغه شرکت سره کار کوي.

Brückenbau in ländlicher Region um Qingdao
انځور: picture-alliance/ dpa

په عین حال کې د چین په ټولنیزو رسنیو کې د قانون د عملي کوونکو د ځايي ادارې له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخې د دغه شرکت درې مدیران نورو ته د سپکاوي په جرم له پنځو تر لسو ورځو پورې په بند محکوم کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د بشري حقونو فعالانو تل د کاریګرو د خراب وضعیت په هکله اندیښنې څرګندې کړي دي.

د فعالانو په خبره په دې هیواد کې کاریګر اړ دي چې په سختو شرایطو کې تر ټاکلي وخت ډیر کار وکړي، او پر کم عاید سربیره په ډیرو کوچنیو کورونو کې د زندانیانو په څیر ژوند کوي.