په څرخي پله زندان کې د طالب بنديانو وضعيت
په افغانستان کې په زرونو طالب بنديان هيله مند دي چې د سولې هوکړه ليک په لاسليک کولو سره به آزاد شي. د اسوشتيدپريس خبريالانو په څرخي پله زندان کې له هغو سره مرکې کړي دي. د هغوی د وضعيت په اړه جزئيات له انځورونو سره وګورئ!
د تړلو دروازو تر شا
د اسوشتيد پريس خبري آژانس خبريالانو د کابل په څرخي پله زندان کې طالب بنديانو سره مرکې کړې دي. د دغو خبريالانو په خبره، طالب بنديان د زندان په يوه جلا بلاک کې ساتل کيږي. دغه بلاک تر شديدو امنتي تدابيرو لاندې دی خو په خپله طالبان په بلاک کې دننه آزادي لري.
د طالب بنديان مخصوص بند
د څرخي پله زندان مختلفې برخې لري چې يوه ځانگړی برخه يا ځانګړی بند يې د طالب بنديانو له پاره دی. طالب بندیان په خپل بند کې په آزاد ډول له يو بل سره ويني او خپل عبادات او مطالعې کوي. ځينو يې له بد چلند څخه شکايت کړی دی. د مولوي سهاب په نوم يو طالب بندي ويلي چې له غچ څخه ويره لري او بنديان د ساتونکو له خوا وهل ټکول کيږي. هغه شکایت کوي چې د يو شمير طالبانو د بند مودې تيرې شوي خو لا هم په بنديان دي.
لکه ميلمستون
د اسوشتيد پريس خبري آژانس خبريالانو د طالبانو له سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي چې ګواکې دغې ډلې امريکايانو ته د ۵ زره طالب بنديانو نوملړ سپارلی چې د سولې د هوکړه ليک په امضا کولو سره دې آزاد شي. د دغه آژانس خبريالانو له يو شمير طالب بنديانو سره په څرخي پله زندان کې مرکې کړي دي. ځينو طالب بنديانو ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د حکومت د وخت خاطرې بيان کړي دي.
د طالب بنديانو مشر
په دغې مرکه کې مولوي نياز محمد د طالب بنديانو د مشر په توګه ښودل شوی، خو هيڅ بندي هغه خپل رسمي مشر نه دی ښوولی. هغه ويلي چې خپله د بند ۱۵ کلنه دوره تيروي. نياز محمد د طالبانو د نورو مذاکره کونکو په څير په نرمه ژبه خبرې کوي. «طالبان به د پخوا په څير نه وي. موږ غواړو ښځې تحصيل وکړي او د اسلام په چوکاټ کې په ټولو برخو کې کار وکړي.»
بهر سره اړيکي
د څرخي پله په زندان کې طالب بنديان موبايلونه لري او په آسانۍ له بهر سره اړيکې نيسي. د اسوشتيد پريس خبريالانو د سترګو ليدلی حال داسې ښکاره کوي چې طالب بنديان په زندان کې دننه منظمه شبکه لري او ټول بنديان يې د ولايتونو له مخې ثبت کړي دي، حتی پوهيږي چې څوک ناروغ دی او يا يې ژوند له لاسه ورکړی دی. مولوي نياز محمد ويلي دي: «افغان ځوانان نه بايد له طالبانو وډار شي؛ ځکه چې دا هغوی دي چې وطن جوړوي.»
د بشري حقونو موازين
د څرخي پله زندان د ۵ زره کسانو وړتيا لري، خو اوس يې په ۱۱ بلاکونو کې ۱۰۵۰۰ کسان بنديان دي. په دوی کې نژدې ۳ زره يې د طالب جنګياليو په ډله کې حسابيږي چې په يو مخصوص بلاک کې اوسيږي. امنيتي ځواکونه دغه بلاک ته په بشپړ احتياط او پر وسلو سمبال دننه کيږي. د زندان مسئولان وايي چې طالب بنديانو سره د چلند پر وخت هڅه کوي چې د بشر حقونو اصول رعايت کړي.
د طالبانو د بند دوکاندار
دغه طالب بنديان د ساتونکو د بد چلند او د روغتيايي او هوساينې خدماتو له کمښت څخه شکايت کوي. خو د زندان مشر د هغوی دغه ادعاوې ردوي او وايي چې روغتيايي خدمات حتی له هغو چې دغو طالب بنديانو په خپلو کليو کې درلودل، بهتره دي. هغه ويلي دي چې دوی په اوونۍ کې درې ځله غوښه خوري او د بند په منځ کې آزاد تک راتک کوي.
په جماعت سره لمونځ
مسئولانو ويلي چې د زندان روغتون د جوړيدو په حال کې دی. طالب بنديان کتابتون، ښوونځي، د سواد زدکړې کورس او جومات ته هم لاسرسی لري او خپل لمونځونه په جمع او خطبو سره ادا کوي. ځينې د طالب بنديانو آزادول د جګړې د پاي او د سولې د هوکړه ليک په لاسليک کولو کې موثر ګام بولي، خو ځينې شنونکي بيا وايي چې د طالبانو په خبرو او عمل کې روښانه تفاوت شته او د دغو جنګياليو خوشي کول به امنيتي وضعيت نور هم خراب کړي.