1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيکا کې بيا زلزلې په سونو کورونه ويجاړ کړي

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

یو ځل بیا د زلزلې پرلپسې ټکانونو د پکتیکا ګیان او د خوست سپېره ولسوالۍ کې سلګونه کورونه ویجاړ کړي. له بیړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایي چې یو جیولوجیکي ټیم يې سیمې ته لیږلی او له ارزونې وروسته به د سرپنا اقدام وکړي.

https://p.dw.com/p/4EMPh
Afghanistan Erdbeben Gayan
انځور: AFP

د پکتیکا په ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې تېره ورځ له مازدیګر د شپې تر ناوخته پورې د زلزلې پرلپسې ټکانونه شوې دي، چې د ځایي خلکو په وینا پخواني ټول درز لیدلي کورونه يې ویجاړ شوي دي.

د افغانستان له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني دویچه ویله ته وویل چې د تېرې ورځې زلزلې ټکانونو کابو شپږ سوه کورونه تخریب کړي او تر ۲۰ پورې کسان پکې ټپیان شوې دي.

د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکي وایي چې د خلکو له پاره د سرپنا نه شتون یوه جدي ستوونزه ده او غوښتنه کوي چې د خوراکي توکو د مرستو پر ځای دې لومړۍ د دوی د سرپنا غم وخوړل شي.

د سپېرې ولسوالۍ د کا کلي اوسیدونکی اسدالله وایي، وروستۍ زلزلې د خلکو شته کورونه هم ویجاړ کړې دي او دوی ته دې د سرپنا له پاره خیمې ورکړل شي.

زلزله ځپلې کورنۍ تر خيمو او شنه آسمان لاندې ورځې شپې تيروي

د طالبانو د بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني دویچه ویله ته وویل، چې د تیرې ورځې په زلزله کې تر شپږ سوو کورونه تخریب شوې دي.

نوموړی وایي، زلزله ځپلو سیمو ته یې یو جیولوجیکي ټیم لیږلی، څو څېړني وکړي چې یاده سیمه د اوسیدو ده او که نه.

حقاني زیاتوي، وروسته له هغې چې د جیولوجیکي ټیم څیړنې بشپړې او پایلې معلومې شي، بیا د زلزله ځپلو له پاره د دایمي سرپنا برابرولو اقدام کيږي.

یوه میاشت وړاندې يوې زلزلې د پکتیکا، ګیان، برمل او د خوست سپېرې ولسوالۍ ځینې سیمو کې سلګونه کورونه ویجاړ کړل، چې کابو ۱۱ سوه کسان پکې مړه او څه باندې دوه زره کسان پکې ټپیان شول.

فرید الله ظاهر