په پنجاب کي ۱۷ پاکستاني پوځيان ډوب سوي
۱۳۹۴ تیر ۱۲, جمعهد پاکستان د پوځ ویاند اسیم باجوا ویلي دي چې دغه اورګاډی له خپلو ۲۰۰ سپارليانو سره د پنجشنبې په ورځ د دغه هيواد په پنجاب ايالت کې د یوه پله تر نړېدو وروسته یوه کانال ته ولوید.
باجوا په خپلې تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې تر اوسه پوري د نزدې اوو کسانو مړي له کانال څخه راایستل شوي دي.
چارواکو زیاته کړې ده چې د اورګاډ دوې ډبې (واګونونه) په بشپړه توګه تر اوبو لاندي دي اوس لامبو وهونکي د مړو د موندلو هڅي کوي.
دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه پېښه قصدي عوامل لري او که تخنيکي. خو له انځورونو څخه ښکاري چي پل نړېدلی او اورگاډی اوبو ته لوېدلی دی.
يوه عيني شاهد چې په پېښه کي ژوندی پاته سوی دی خبريالانو ته ويلي دي چې د اورگاډي په ډېر سرعت سره پله ته داخله سوه او اوبو ته ولوېده.
پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د پيښي د څېړني له پاره ئې يوه څلور کسيزه ډله ټاکلي ده څو معلومه کړي چې پېښه څرنگه رامنځ ته سوې ده. خو دوی ويلي دي چې دا کار شايد لږ وخت ونيسي ځکه د گاډۍ کشونکی (لوکوماتيو) په اوبو کې ډوب دی.
ویل شوي دي چې په دې پیښه کې تر لسو ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
په وژل شویو کسانو کې د پاکستان پوځ یو شمیر چارواکي او د هغوی کورنۍ هم شاملي دي.
په پاکستان کې ډیر وخت له دې کبله چي د ساختماني کارونو ستندرد ډېر کښته دی، د اورګاډو د چپه کیدو پیښي رامنځ ته کیږي.