1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراچۍ کې د یوې اوونۍ سختې گرمۍ ۱۲۳۳ انسانان ووژل

آژانسونه/ بریښنا صابر۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

د چارواکو په وینا د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د یوې اوونۍ تر سختې گرمۍ وروسته د مړو شمیر ۱۲۳۳ ته رسیدلی. دغلته اوس هم په سلهاو انسانان د گرمۍ وهنې له وجې تر درملنې لاندې دي.

https://p.dw.com/p/1FoY0
Pakistan Hitzewelle
انځور: picture-alliance/AA/S. Mazhar

د طبیعي آفاتو سره د مبارزې د ایالتي دفتر مشر نظر محمد بوزدار وویل چې د جون د ۲۰ راهیسې د کراچۍ په بیلا بیلو روغتونو کې تقریبا ۶۵ زره گرمۍ وهلي ناروغان تداوي شوي.

نوموړي د اسوشیتد پریس خبري آژانس ته وویل چې دمگړۍ ۱۹۲۳ مریضان چې د گرمۍ له وجې اغیزمن شوي، تر درملنې لاندې دي.

په پاکستان کې د گرمۍ دغه څپه د روژې د میاشتې سره سمه په داسې حال کې پیل شوه چې د روژې ورځې ډيرې اوږدې دي.

د کراچې د هوا پیژاندنې ادارې څخه سلمې کوثر علي ویلي چې اوس د حرارت درجه په داسې حال کې چې تیره ۴۵ سنتې گراد ته رسیدلې وه، اوس ۳۶ او ۳۷ سنتي گراد ته راکښته شوې. دغه سختۍ گرمۍ د ډیرو انسانانو پر روغتیا ناوړه اغیزه کړې وو. په کراچۍ کې نزدې شل ملیونه انسانان ژوند کوي.

څو اوونۍ د مخه د پاکستان په گاونډي هیواد هند کې هم سختې گرمۍ تقریباً ۲۲۰۰ انسانان وژلي ول. د هغه راهیسې داسې اندیښنې رامنځته شوي چې په سویلي آسیا کې ښايي د موسم دغه شدت چاپیریال ته د انسانانو له خوا د رسیدلي زیان نتیجه وي.

د ځاي رسنیو په حواله پرون ( شنبه د جون ۲۷) په کراچۍ کې د گرمۍ له وجې وژل شوي لاوارثه او ناپيژاندل شوي کسان په ډله ییزه توگه خارو ته وسپارل شول. زیاته شوې چې د خښولو دغه مراسم د پاکستان د سترې خیریه موسسې ایدهي فاونډیشن له خوا ترسره شول ځکه د مړو د ساتلو له پاره یخې خونې تر خپل وروستي حده ډکې شوې وې.