1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي د زورواکانو د مداخلو شکايتونه

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون د شکايتونو د ارزولو د دريمي ورځي په علني غونډه کي د افغانستان د شمال ختيځو ولايتونو شکايتونه بررسي کړل. په دغو ولايتونو کي ډير شکايتونه د عبدالله، اشرف غني او زلمي رسول په اړه ثبت سوي دي.

https://p.dw.com/p/1BuU3
انځور: AP

په دغو څلور ولايتونو کي په ټوليزه توگه ۷۴ شکايتونه ثبت سوي دي. تر ټولو جنجالي شکايتونه د تخار ولايت ول. په دغه ولايت کي د زورواکانو او وسله والو ډلو په اړه شکايتونه ثبت سوي دي چي گويا وسله والي ډلي د رايو ورکولو مرکزونو ته ننوتلي او له خلکو څخه يې د دوی د خوښي کانديد ته د رايه ورکولو غوښتنه کوله.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يوه غړي عزيزالله آريافر، په دغه غونډه کي وويل، چي په ټول افغانستان کي د رايو ورکولو نيمايي صندوقونه تفتيش سوي دي، چي د ده په خبره دغه کار د ټاکنو په اړه د خلکو اعتماد ته تاوان رسوي: «دا چي نزدې په ټول افغانستان کي د رايو ورکولو مرکزونه تفتيش سوي دي، په بشپړه توگه ور سره مخالف يم، ځکه چي خلکو رايه ورکړې ده او موږ بايد د صندوقونو په خلاصولو او تړلو سره هغه ته صدمه نه ورسوو.»

د ډاکټر اشرف غني تيم ادعا وکړه چي په تخار کي درغلۍ تر هغه پراخي وې چي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يې په اړه خبري کوي.

په شمال ختيڅو ولايتونو کي د ډاکټر اشرف غني د تيم مسئول انجينر تورشي، وويل: «د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کي چي د ۱۶ رايو ورکولو په مرکزونو کي راځي زموږ و څارونکو ته نظارت اجازه ورکړل سوې نه ده. په دې اړه د فيفا سند هم موجود دی.»

د ډاکټر اشرف غني دغه استازي وويل چي له پراخو درغليو سره سره بيا هم په تخار ولايت کي د ځينو مرکزونو نتيجې د ډاکټر عبدالله په کټه اعلان سوې. خو د ډاکټر عبدالله تيم وايي چي ټول مرکزونه بررسي سوي او تقلبي رايي قرنطين سوي دي.

په کندز ولايت کي ډير شکايتونه د عبدالله او اشرف غني په اړه ثبت سوي دي. په دغه ولايت کي په ځينو مرکزونو کي د کمېسيون کارکوونکو خلکو ته ويلي دي چي يوه ټاکلي کانديد ته رايه ورکړي. داسي موارد هم سته چي د کمېسيون کارکوونکو ويلي دي چي د رايو ورکولو پاڼي خلاصي سوي دي، خو دغه پاڼي دوی پخپله د يوه ځانگړي کانديد په گټه صندوقونو ته اچولي دي.

په دغه ولايت کي ډير شکايتونه د محلي قوماندانانو، دولتي کارکوونکو او محلي مشرانو په اړه ثبت سوي دي. پوليس هم په ځينو ځايونو کي د رايو ورکولو مرکزونو ته ننوتلي دي او د خلکو پر ځای يې رايي ورکړي دي.

بدخشان هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چي په ټاکنو کي د زورواکانو او حکومتي چارواکو د مداخلې په اړه شکايتونه ثبت سوي دي.

آريا فر وويل چي په بدخشان کي د نه پوهاوي او د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د لاسوهنو په اړه شکايتونه ثبت سوي دي: «د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي طرفداري کوله او بې نظمي يې جوړه کړې وه. په دغه مورد کي د درغليو اصلي مسئولان د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي دي نه خلک. دوی د درو محلونو رايي په يوه صندوق کي ځای پر ځای کړي وې.»

په شمال ختيځو ولايتونو کي ډير شکايتونه ډاکټر عبدالله ته متوجه دي. خو د عبدالله د تيم استازی زلگی سجاد وويل چي نه يوازي دا چي د دوی شکايتونه ثبت سوي نه دي، بلکي جريمه سوي لا له لاسه دي: «زموږ شکايتونه يې په متعددو مواردو کي په دې دليل نغدي جريمه کړي دي، چي سند وجود لري، خو د نورو اړخونو دې ته ورته شکايتونو ته بيا هيڅ ويل سوي نه دي، په داسي حال کي چي هغه شکايتونو هم سند نه لاره.»

د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کي د شکايتونو ارزونه دا ښيي چي د يو شمېر ولسواليو په ځينو برخو کي زورواکانو د خلکو پر ځای پخپله صندوقونه د خپلي خوښي کانديد په گټه ډک کړي دي.