1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکا په يوه کال کې په افغانستان کې څومره بمونه کارولي؟

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د یوه رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو جنګي الوتکو په افغانستان کې په ۲۰۱۹م کال کې په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو زیات بمونه غورځولي دي. متحده ایالاتو دغه بریدونه داسې مهال زیات کړي چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/3WuYO
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې امریکایي جنګي الوتکو یوازې په ۲۰۱۹م کال کې په افغانستان کې پر اهدافو باندې ۷۴۲۳ مهمات کارولي دي.

د رپوټ له مخې دغه ارقام د متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندې په آنلاین بڼه خپاره کړي دي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۹م کال په پرتله چې بارک اوباما د ځواکونو شمیر ډیر لوړ کړی وو، د بمونو غورځولو بې ساری زیاتوالی ښيې. هغه مهال ۴۱۴۷ بمونه په افغانستان کې کارول شوي وو.

کله چې په ۲۰۱۶م کال کې دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه وټاکل شو له هغه راهیسې متحده ایالاتو په افغانستان کې بمي بریدونه زیات کړي دي. دغه کار وروسته له هغې وشو چې سپینې ماڼۍ پخوانی محدودیت له منځه یوړ چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي له پاره یوه ښه کنترول ممکناوه.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو په تکراري ډول په دې هکله اندیښنې څرګندې کړي دي چې په ټول افغانستان کې د امریکایي او افغان ځواکونو له لوري د هوایي بریدونو زیاتوالی د ملکي تلفاتو په برخه کې د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د تیرکال د رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال په لومړي نیمایي کې د امریکایي ځواکونو په گډون د افغانستان حکومت پلوه ځواکونو په بریدونو کې ۷۱۷ ملکیان وژل شوي ول، چې د هغه څخه دمخه کال په پرتله ۳۱ سلنه زیات ول.

د دغه رپوټ له مخې زیاتره مرګ ژوبله د امریکایي او افغان هوایي ځواکونو د بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوې وه چې زیاتره مهال د افغان ملي ځمکني ځواکونو په ملاتړ تر سره شوي ول.

د بمي بریدونو د شمیر زیاتوالی په داسې یوه وخت کې رامنځ ته کیږي چې واشنګټن او طالبان د یوه احتمالي توافق پر سر بحثونه لري.