1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

په يمن کې د هود پيغمبر قبر ته په زرونو زايرين ورځي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

په قرآن پاک کې راغلي چې هود عليه السلام يوازې د «يوه رښتني خدای» تبليغ کاوه او تر اسلام مخکې پر عاد قوم نازل شوی وو. دا قبيله د اوسني يمن، عمان او سعودي عربستان په سرحدي سيمو کې مېشته وه.

https://p.dw.com/p/3sPRx
Jemen Pilger Grab des Propheten Hud
انځور: AFP/Getty Images

په يمن کې د هر کال په څېر سږ کال هم په زرونو کسان د روژې میاشتې تر پېليدو دمخه په حضر موت دره کې د هود ع د قبر زيارت ته ورغلل.

دا څلور ورځنۍ اجتماع تېرکال په يمن کې د جګړې او د کرونا د وبا له کبله نه وه جوړې شوې. سږ کال له همدې کبله د «هود نبي پر قبر» ګڼه ګوڼه ډېره زياته وه.

هلته زياتره د يمن د تريم ښار اوسيدونکي ورځي چې له دې حضر موت درې څخه کابو اويا کیلومتره لېرې پروت دی. د دې ښار زیاتره اوسيدونکي له روحاني لحاظه د تصوف د نظريې پيرويان دي. همدا وجه ده چې په ماضي کې دلته صوفيان د تندلارو او محافظه پالو له سخت مخالفت سره مخ شول.

د هود عليه السلام د قبر په شا و خوا کې ډېر د استوګنې ځایونه نه شته او د کلنۍ اجتماع پر وخت زایرين شنه او سره بيرغونه په لاس دلته راځي او صوفيانه کلامونه تکراروي.

د اسلامي عقېدې پر اساس د عاد قوم څخه تر بیزاره کيدو وروسته هود ع په دې دره کې ميشت شوی وو او په همدې سيمه کې وفات شوی وو.

Jemen Pilger Grab des Propheten Hud
انځور: AFP/Getty Images

ويل کیږي چې همدا مقبره د هود پيغمبر کور وو خو ځيني کسان بيا د دې درې نورې سيمې په ګوته کوي او وايي چې هود پيغمبر هلته ښخ دی.  

د دې کلنۍ اجتماع پر وخت په زرونو کسان هلته د ډېرو پخوانيو خټينو کورونو ترمنځ غځيدلو تنګو لارو تيریږي او مزار ته رسيږي.

په دې ترڅ کې زايرين په هغه ځای کې راټوليږي چې ويل کيږي له يوې تيږي لاره جوړه شوې وه او هود ع له خپلو دښمنانانو په تېښته بریالی شوی وو.

په ماضي کې دې ځای ته رسېدل ډېر ستونزمن ول، خو اوس د زیارت کوونکو د مخ پر زياتېدونکي شمیر له کبله دلته ډېري آسانتياوې رامنځته کړل شوي دي او دې ځای ته د رسيدو له پاره نوري آسانتیاوې هم رامنځته کیږي.

په يمن کې له څو کلونو راهيسې روانې جګړې د زيارت سيمي ته د ورتلوونکو کسانو پر شمیر ډېر اغیز نه دی کړی.

Jemen Pilger Grab des Propheten Hud
انځور: AFP/Getty Images

په تېرو څو کلونو کې هلته د شپې تیرولو د امکاناتو د برابرونکي هوټلونو شمير هم زيات شوی دی او د سړکونو وضعيت ښه کولو ته هم پاملرنه شوې ده. دلته اوس د سړکونو پر غاړو چراغونه هم لګیدلي دي او د مقبرې د خونديتوب په موخه يو دیوال هم جوړ شوی دی.

نظرپوښتنه: مذهبي عقيده د اکثريت انسانانو له پاره مهمه ده

هلته د يوې مذهبي ډلې مشر مناصيب حبشي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې زایرين د «اسلام د پيغمبر د يوه دود د عملي کولو له پاره دلته راځي.» دې مذهبي مشر وویل چې د اسلام پيغمبر د ماضي پيغمبرانو ته د درناوي وړاندې کولو لارښوونه کړې وه.

د مناصيب حبشي په حواله پخوا دلته يوازې سيمه ایز زایرين راتلل خو اوس د آسيا له بېلا بېلو هېوادونو څخه د راتلونکو زایرينو شمير ورځ تر بلې ډېريږي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو، ای ايف پي)

زموږ له آرشيف څخه: