1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه: مذهبي عقيده د اکثريت انسانانو له پاره مهمه ده

۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعه

د نړي تر نيمايي اضافه انسانانو له پاره مذهبي عقايد مهم رول لري. پرمختيايي هيوادونه نسبت صنعتي هيوادو ته ډير د خدای(ج) او اخلاقي ارزښتونو ترمنځ ارتباط باندي اعتقاد لري.

https://p.dw.com/p/3frpl
Malaysia Kuala Lumpur | Nationalmoschee | Gebet
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Thian

په نظرپوښتنه کي ۵۳ فيصدو پوښتل سوو کسانو ويلي دي چي د دوي له پاره عبادت د هغوی د ورځني ژوند جز دی. ددغي نظرپوښتني نتايج چي د «پيو» تحقيقاتي مرکز له خوا په ۲۰۱۹م کال سوې وه، تيره دوشنبه د جولای پر ۲۰ مه په واشنګټن کي خپاره سول.

د هغو کسانو تعداد چي په دغه نظرپوښتنه کي يې دين او عقيده په مجموع کي مهمه بللې ده، حتي ۶۲ فيصدو ته رسيږي. ددې سوال په ارتباط چي ايا پر خدای(ج) باندي عقيده د ښو اخلاقي ارزښتونو له پاره مهمه ده، بيا بل ډول نتيجه په لاس راغلې ده. په دې ارتباط ۵۱ کسان ددې نظر مخالف ول.

د دغي نظرپوښتني پر اساس په پرمختيايي هيوادونو کي خلګ نسبت صنعتي هيوادونو ته ډير مذهبي دي. مثلأ په کينيا، فليپين او اندونيزيا کي تقريبأ ۱۰۰ فيصده پوښتل سوو کسانو ويلي دي چي د اخلاقي ارزښتونو او خدای(ج) تر منځ مستقيمه رابطه موجوده ده.

خو برعکس په صنعتي هيوادو کي بيا دغه رقم ډير کم دی. مثلأ په سويډن کي۸ او فرانسه کي ۱۵ فيصده دي. د غربي اروپا د هيوادونو په منځ کي په جرمني کي تر ټولو ډير انسانان پر پاک خدای باندي عقيده لري، يعني ۳۷ فيصده.

يو شی چي په دغه نظرپوښتنه کي ډير د توجه وړ دی، هغه دا ده چي پر خدای او مذهب باندي عقيده په ځينو هيوادو کي په متفاوت ډول انکشاف کوي. د مثال په ډول په روسيه کي ۳۷ فيصده خلګ په دې عقيده دي چي د خدای(ج) او اخلاقي ارزښتونو تر منځ ارتباط موجود دی.

دغه رقم د ۲۰۰۲م کال په مقايسه تقريباً ۱۱ فيصده ډيردی. په همدې حال کي په اوکراين کي ۵۰ فيصده انسانان د خدای(ج) او اخلاقي ارزښتونو تر منځ ارتباط باندي اعتقاد لري، خو دغه رقم بيا په همدغه مشابه وخت کي ۱۱ فيصده راکم سوی دی.

په دغه نظرپوښتنه کي د دنيا په ۳۴ هيوادونو کي د تقريبآ ۳۸۵۰۰ کسانو څخه پوښتني سوي دي.